د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ غواړي د امریکا د ټاکنو مخکې افغانستان نه خپل عسکر وباسي- پمپیو


ښاغلي پمپیو دا خبره د دوشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۹) وکړه.
ښاغلي پمپیو دا خبره د دوشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۹) وکړه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي ولسمشر ټرمپ غواړي چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړي.

ښاغلي پمپیو دا خبره د دوشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۹) وکړه.

هغه د بل کال د نومبر تر میاشتې پورې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه وپوښتل شو، ویې ویل"د ولسمشر همداسې یوه لارښونه مې ترلاسه کړې ده."

ولسمشر ټرمپ د تېرو تاکنو په کمپاینونو کې ویلي وو چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې به خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکي کیږدي.

خو واک ته له رسېدو وروسته یې افغانستان ته نور ځواکونه واستول او د خپلو قومندانانو واکونو یې هم زیات کړل.

امریکا له شاوخوا یوه کال راهېسې له طالبانو سره د سولې مذاکرات پيل کړي دي، خو لا کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

خو مایک پمپیو وايي چې له طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی دی او هغه په دغه پرمختګ خوښ دی.

د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی سلاکار زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او ټاکل شوې چې له کابل څخه مخامخ قطر ته ولاړ شي چې له طالبانو سره د مذاکراتو اتم دور پیل کړي.

XS
SM
MD
LG