د لاس رسي وړ اتصالات

سبا دوحه کې د افغان سولې اوم پړاو خبرې پیلېږي


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالب استازو سره د اوم پړاو مذاکراتو تر پیلېدو یوه ورځ مخکې د «جون پر۲۸مه» تاجکستان ته سفر کړی.

نوموړي پر خپل ټويټر لیکلي چې دوشنبې ته یې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان او د هغه له کاري ډلې سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

هغه لیکلي:"دوشنبې ته یو ښه سفر و. په دغو دوو مصروفو ورځو کې چې د ولسمشر رحمان او د هغه له ټېم سره لیدنه هم پکې شامله وه، د افغانستان د سولې بهیر د همکارۍ او ملاتړ په برخه کې مو موافقه وکړه او هغه ښه عملي فرصتونه چې سوله به یې د اتصال او اقتصادي اړیکو په برخه کې رامنځته کړي وغږېدو."

ښاغلی خلیلزاد پر داسې مهال تاجکستان ته سفر کوي چې ټاکل شوې سبا شنبه د «جون پر ۲۹مه» په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو مذاکرات پيل شي.

د افغان سولې په اړه اوم پړاو مذاکرات داسې مهال پلېږي چې ولسمشر غني پر سولې او یو شمېر نورو مسائلو د بحث لپاره پاکستان ته تللی دی.

ښاغلي غني په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي چې افغان سوله کې پاکستان ځکه مهم رول لري چې دغه هېواد طالبان یو پر بل ټینګه تیکه لري.

خلیلزاد تر دې مخکې راتلونکي اوم پړاو خبرې د سولې د مذاکراتو یو نوی پړاو بللی و چې د نوموړي په وینا ټولې خواوې د سولې خبرو کې د چټک پرمختګ غوښتونکي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم یو ځل بیا تمه ښودلې چې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ په راتلونکي اوم پړاو مذاکراتو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

تر دې مخکې خلیلزاد ویلي وو چې د سولې موافقه به څلور جامع برخې ولري چې پکې د ترهګرۍ د مخنیوي باورتیا، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یو سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او پر یو هر اړخیز او تلپاتي اوربند موافقه شامله ده.

که څه هم د سولې د تر شویو مذاکراتو په هکله بیلابیل نظرونه شته، خو خلیلزاد ویلي تر هغې چې په پورتنیو مسلو موافقه شوې نه وي، په هیڅ شي موافقه نه کیږي.

XS
SM
MD
LG