د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: افغانستان، سیمې او نړۍ کې حالات بدل شوي


اجرائیه رئیس عبدالله نن له کابل څخه د شهید د اونۍ د لمانځلو په لړ کې د مزارشریف ښار ته تللی دی.
اجرائیه رئیس عبدالله نن له کابل څخه د شهید د اونۍ د لمانځلو په لړ کې د مزارشریف ښار ته تللی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د شنبې په ورځ په مزاریف کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې اوس په افغانستان، سیمې او نړۍ کې حالات بدل شوي دي.

اجرائیه رئیس د "شهید اونۍ، پخواني جمهوررئیس برهان الدین رباني شپږم تلین او د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود شپاړسم تلین" په مناسبت د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان نوي فرصتونه رامنځ ته شوي، چې درک کول یې اړین دي

اجرائیه رئیس په افغانستان کې سیاسي ډلو ترمنځ د تفاهم د لهجې په خپلولو هم ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل" که چیرې نن په یوه فضا کې ژوند کوو چې په کې نسبې ازادۍ شته، د عدالت د غوښتلو داعیه وجود لري، حق ته د رسیدلو او ترلاسه کولو داعیه وجود لري دا د افغانستان شهیدانو د وینو ثمره ده، په دې کې هیڅ شک نشته، په عین حال کې د فرصت درک د مشکلاتو درک، شرایط او ستونزې اودغو موجودو ستونزو ته د حل د مناسبې لارې موندل باید زمونږ له نظره لرې نه وي".

اجرائیه رئیس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تیره ورځ جمهور رئیس غني د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې ستراتیژیک وضعیت په بنیادي ډول بدل شوی، چې له امله یې د افغان حکومت وسله وال مخالفان نه شي کولی د جګړې له لارې بری ترلاسه کړي.

په بلخ کې دې نننۍ غونډې ته د دغه ولایت والي عطا محمد نور خپلو وروستیو غونډو ته د ویناو پرخلاف د جمهور رئیس غني او د حکمتیار اسلامي حزب مشر باندې د انتقادونو څخه ډډه وکړه، یوازې دومره یې وویل چې اوس هم د نظام په دننه کې ډلې شته چې د افغاسنتان لاس ته راوړنو د ګډوډولو لپاره کارکوي.

د بلخ والي، افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې سترایزۍ څخه هم ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلي نور وویل " په دې ځای کې مجبور یم چې خپله اندیښنه د هغوی ماتیدو، خو، نه د ځانمرګو بریدونو له پلوه، بلکې د نظام په دننه کې د فرصت طلبو او ګټه لټونکو په اړه څرګنده کړم ".

دې غونډې ته احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود هم ویناوي وکړې.

اجرائیه رئیس عبدالله په داسې حال کې مزارشریف ته تللی چې په دې وروستیو میاشتو کې د هغه او د بلخ د والي عطا محمد نور ترمنځ اویکې ښې نه وې.

دا اړیکې وروسته له هغې نورې هم خرابې شوې چې د بلخ والي د جنرال عبدالرشید دوستم او د حاجي محمد محقق سره د ملي یووالي د حکومت پر وړاندې یو نوی سیاسي ائتلاف جوړ کړ.

په دې وروستیو ورځو کې سیمه ایزو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې په کې د حاجي محمد محقق له خوا د ارګ ،جنرال دوستم او عطا محمد نور ترمنځ د نیږدې کیدو د هڅو خبرونه ورکړل شوي دي.

په دې رپوټونو کې ویل شوي چې حاجي محمد محقق د اړیکو د ښه کولو د هڅو په لړ کې جنرال دوستم سره د لیدو کتو او خبرو لپاره انقرې ته تللی دی.

په دې رپوټونو کې بلخ ته د ښاغلي عبدالله سفر هم د همدې هڅو یوه برخه ګڼل شوې ده.

XS
SM
MD
LG