د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله او دوستم داعش باندې د 'بمونو د مور' له کارولو هرکلی کړی


افغان چارواکو د دغه بم استعمال ګټور بللی دی.
افغان چارواکو د دغه بم استعمال ګټور بللی دی.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او اجرائيه رئیس، په اچین کې د داعش ډلې پر مرکز باندې د امریکا د ستر غیر اتومي بم له کارولو څخه هرکلی کړی او دغه برید یې یو مناسب اقدام بللی دی.

اجرائیه رئيس عبدالله چې نن یې د وزیرانو شورا غونډې ته وینا کوله وویل، د دغه بمي برید په نتیجه کې د داعش ډلې هغه مهم مشران وژل شوي، چې په افغانستان کې یې لوی تروریستي بریدونه سمبالول.

ښاغلي عبدالله وویل "هغه پیښې چې په کابل ښار او نورو ښارونو کې رامنځ ته شوې، د دغو عملیاتو مسولین په نښه شوي دي، چې دا یو پر ځای اقدام ؤ."

اجرائیه رئیس زیاته کړه، د سیمې خلکو هم له دغه بمي برید څخه ملاتړ او هرکلی یې کړی دی.

دغه راز، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم له دغه بمي برید څخه هرکلی کړی دی.

جنرال دوستم په یو بیان کې ویلي "د بمونو مور د ترهګرو ډلو په ذهنونو او زړونو کې ویره رامنځ ته کړه، خو دا د هغوې د ماتې یواځینۍ لاره نه ده."

جنرال دوستم ټینګار کړی، چې د تروریستي ډلو په خلاف د وسلې د کارولو د اغیزمنتیا او د هغوی د ماتې لپاره، د افغان ولس له خوا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو رښتیني ملاتړ ته اړتیا ده.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو رهبري باید د دغه هیواد 'صادقو، ژمنو او تجربه لرونکو اولادونو' ته وسپارل شي.

جنرال دوستم په دوام کې ویلي "له دې پرته د بمونو د مور او د نورو پرمختللو پوځي وسلو کارول د دښمن د ماتولو لامل نشي کیدلی، بلکې دښمنان به له دغه فُرصت څخه د ملي یووالي حکومت په خلاف منفي تبلیغات وکړي او د امریکا په ضد به خلکو ته منفي ذهنیت ورکړي."

په افغانستان کې د دغه ستر غیر اتومي بم کارول له کلکو نیوکو او غبرګونونو سره هم مل وو.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، د اړتیا په وخت به بیا د دغه بم د استعمال غوښتنه وکړي.

د تیرې پنجشنبې ورځې په ماښام د امریکا هوايي ځواکونو، خپل تر ټولو زورور غیر اتومی بم په مټ، چې ورته د 'ټولو بمونو د مور' نوم ورکړل شوی، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې یا داعش سمڅې په نښه کړې، چې په نتیجه کې یې له ۹۰ زیات داعشیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG