د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالب مشرانو بندیز ولګوي


اجرائيه رئيس دا غوښتنه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې له مشر سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
اجرائيه رئيس دا غوښتنه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې له مشر سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله له ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې د وسله‌والو طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخند په ګډون د دغې ډلې پر نورو مشرانو بندیزونه ولګوي.

اجرائيه ریاست وايي، چې ښاغلي عبدالله دا غوښتنه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې له مشر غیرت عمروف سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

اجرائيه رئيس دغه راز له ښاغلي عمروف څخه غوښتي، چې د طالبانو له ډلې څخه د څارنې میکانزمونه هم پیاوړي کړي.

په همدې حال کې ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا ته د وینا پر مهال وویل، چې په دې وروستیو کې تروریستي ډلو پر ښارونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

هغه وویل "د تروریستي ډلو تمرکز په دې وروستیو کې پر ښاري عملیاتو زیات شوی دی، چې په دې برخه کې د کشف او استخباراتو د سیستم پیاوړي کول له موږ سره مرسته کولی شي".

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، که له یوې خوا وسله‌وال مخالفین په یو شمیر بریدونو کې خپلو اهدافو ته رسیدلي خو په ډیرو مواردو کې د کشفي او استخباراتي ادارو له خوا تروریستي بریدونه شنډ شوي هم دي او بریدګر هدف ته له رسیدو مخکې نیول شوي دي.

دوه اونۍ مخکې د حکومت وسله‌والو مخالفینو د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خونړي بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې نظامي او ملکي افغانانو ته درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG