د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: هغوی چې د سیمو نیول طالبانو حق ګڼي ولس ته ځواب‌ویونکي دي


اجرائیه رئیس عبدالله نن د معلوماتو ته د خلکو د لاس رسۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې.
اجرائیه رئیس عبدالله نن د معلوماتو ته د خلکو د لاس رسۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، هغوی چې د طالبانو له خوا د سیمو نیول د طالب وسله والو حق ګڼي باید ځواب ویلو ته چمتو اوسي.

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته، چې ویلي یې دي طالبان افغانان دي او حق لري یو شمیر سیمې ونیسي، کلک غبرګون ښودلی.

پخواني ولسمشر حامدکرزي یو ځل بیا د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو له بمباریو سره کلک مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، که یو افغان د دغه هیواد یوه سیمه ونیسي بل افغان یې ولې مخالفت وکړي.

ښاغلي کرزي له بی بی سي سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي "طالبان د کوم ځای دي؟ افغانان دي؟ که افغانانان دي او یو افغاني قوت راځي او یو ځای نیسي موږ هم افغانان یو... کله چې موږ یو ځای نیسو موږ څه حق لرو"؟

ښاغلي کرزي ویلي چې افغانان په خپل منځ کې په جګړه اچول شوي او له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان وسله‌ د پردیو پر ځای د افغانانو په خلاف کارول شوې ده.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، چې نن یې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړېوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله پخواني ولسمشر د دغوو څرګندونو په وړاندې کلک غبرګون وښود او ویې ویل، هغه چا چې ویلي یې دي چې طالبان د ځینو سیمو د نیولو حق لري، د ولس په وړاندې ځواب‌ویونکی دی.

که څه هم ښاغلي عبدالله په زغرده د چا نوم یاد نکړ خو د خبرو اشاره یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونو ته وه.

اجرائیه رئیس وویل " کله چې دا فتوا څوک ورکوي نو ودې وايي، چې ولې دیارلس کاله د واک په څوکۍ کښېناست او دا جګړه یې پر مخ ویوړه"؟

ښاغلي عبدالله وویل که چیرې دا خبره جدي ونیسو په دې معنی ده چې دیارلس کاله حکومت نامشروع وو.

د ولسي جرګې غبرګون

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې د هغه دا څرګندونې د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کوي.

د ولسي جرګې غړي سید نادرشاه بحر د دغې جرګې غونډې ته وویل، د پخواني ولسمشر په توګه یو کس وايي، چې طالبان د افغانستان د یو شمیر سیمو د نیولو حق لري، دا موضوع د دې لامل کیږي چې د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کړي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخیلې وویل، د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونو د جګړې روحیه له لاسه ورکړې او په کار ده چې هغوی ته د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د جګنېدلو روحیه ورکړل شی.

د ولسي جرګې بل غړي ظهیر سعادت پخوانی ولسمشر له تروریزم څخه په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل، د هیوادونو ملي ګټې د سرې کرښې په توګه پیژندل کیږي، خو ښاغلي کرزي په خپلو څرګندونو ملي ګټې او حاکمیت تر پوښتنې لاندې رواستې دي.

ښاغلي کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال طالبانو ته د ناراضي ورور خطاب کوه او تل یې له هغوي څخه غوښتنه کړې وه، چې ورسره د سولې خبرو ته حاضر شي، خو د هغه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنکړل شو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې په روان کال کې د وسله‌والو طالبانو یرغلیزو بریدونو زیاتوالی موندلی.

په افغانستان کې د پریکنده ماموریت او د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن ویلي، چې د افغانستان ۶۲ فیصد خاوره د مرکزي حکومت په کنټرول کې ده، په ۲۵ فیصد خاوره کې جګړه روانه ده او د دغه هیواد لس فیصده خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

XS
SM
MD
LG