د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د دښمنانو د پراخه پیل شوو بریدونومخه به ونیول شي


اجرائیه رئیس عبدالله نن د وزیرانو د شورا د غونډې د پیل دمخه د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې.
اجرائیه رئیس عبدالله نن د وزیرانو د شورا د غونډې د پیل دمخه د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یو شمیر ولایتونو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو روان عملیات د افغانستان د دښمنانو د پراخو بریدونو څپه نومولې او ویلي دي چې ژر به یې مخه ونیول شي.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان مختلفو سیمو کې د ناامنیو جدي پېښې رامنځ ته شوي، چې ان په ځینو ولایتونو کې یو شمیر ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې.

د کندز، بغلان، بدخشان، ننگرهار، تخار، هلمند، نورستان او پکتیا په ځینو ولسوالیو کې خراب امنیتي وضیعت او د جګړو زور اخیستل ښيي، چې د حکومت ضد وسله‌والو خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

د ناامنیو په ورستۍ پېښه کې تیره شپه وسله‌والو طالبانو د تخار ولایت خواجه‌غار ولسوالۍ ونیوله، خو افغان ځواکونو له سختې جګړې وروسته وکولی شول چې بیرته دغه ولسوالۍ له طالبانو ونیسي.

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو د شورا په غونډه کې د حکومت د وسله‌والو مخالفینو دا تحرکات 'د دښمن د یرغل لویه څپه' یاده کړه او وې ویل "په راتلونکو ورځو او اونیو کې چې په مخ کې یې لرو، د دغه هیواد د دښمنانو له خوا د یرغلونو دا لویه څپه چې زموږ د هیواد په مختلفو سیمو کې پیل شوې، مخه به یې ونیول شي".

په وروستیو اونیو کې د افغانستان روان سیاسي او امنیتي وضعیت د دغه هیواد د خلکو اندېښنې راپارولي دي. له عادي وګړو نیولې تر سوداګرو، پانګوالو او سیاسي کړیو پورې، د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ راپورته شویو اختلافاتو اندېښمن کړي دي.

د چارو یو شمیر کارپوهان وايي، دغه اختلافات د دولت وسله‌والو مخالفینو ته دا فُرصت په لاس کې ورکوي، چې د رامنځ ته شوې تشې څخه د نظام په ضد کار واخلي.

خو د افغانستان اجرائيه رئیس وویل، د حکومت د مشرانو تر منځ بحثونه او نور هغه مسائل چې په دې هیواد کې پېښېږي، دا چارې د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، دا بحثونه په دې معنی نه دي، چې ګنې افغان امنیتي ځواکونو د دولت ملاتړ له لاسه ورکړی وي.

د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ له ناندریو وروسته، تیره اونۍ د حکومت دواړه مشران د روان وضعیت د آرامولو لپاره مخامخ لیدنه وکړه. په ارګ کې یوې منبعې امریکا غږ ته وویل، چې اجرائیه رئيس په څلورو برخو کې خپلې ۳۳ غوښتنې افغان ولسمشر ته وړاندې کړې دي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې دا غوښتنې د عدالت د ټینګولو او د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره مطرح شوي دي.

XS
SM
MD
LG