د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله : په نږدې ورځو کې د سولې خبرې پیلیږي


اجرائي رئیس وایي چې د سولې خبرې د افغانستان د خلکو د خیر په خاطر پرمخ بیول کیږي.
اجرائي رئیس وایي چې د سولې خبرې د افغانستان د خلکو د خیر په خاطر پرمخ بیول کیږي.

د ملي وحدت د حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله چې نن د دوشنبې په ورځ یې د کابینې په غونډه کې خبرې کولې وویل چې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د سولې خبرې پیل شي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د سولې خبرې د افغانستان د خلکو د خیر په خاطر پرمخ بیول کیږي "خپلو وطنوالو ته دا ډاډ ورکوو چې د سولې مذاکرات د افغانستان د خیر او سلا په خاطر او د افغانستان د ملي منافعو او ګټو په نظر کې نیولو سره انشاالله پرمخ بیول کیږي".

ښاغلي عبدالله وویل چې دا د خلکو هیله ده چې پوه شي چې د سولې خبرې له کوم ځای څخه پیلیږي او کوم ځای ته رسیږي او د افغانستان اکثریت خلک با عزته او تل پاتې سوله غواړي.

د ملي وحدت د حکومت اجرایي مشر وايي دا ډاډ هم خلکو ته ورکوي چې د سولې په خبرو کې به د تیرو کلنو لاسته راوړنې او د خلکو حقونه ساتل کیږي ځکه دا لاسته راوړنې د ډیرو قربانیو نتیجه ده او هیڅوک پرې د معاملې قصد نه لري.

ښاغلي عبدالله کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر په هکله هم اشاره وکړه وویل دا چې پاکستان د افغانستان دښمنانو ته د خپل دښمن په سترګه ګوري ، دوی یې هرکلی کوي.

په داسې وخت کې چې د سولې خبرې روانې دي د ملي وحدت د حکومت اجرایوي مشر وايي چې دوی به د خپلو امنیتي ځواکونو پیاوړي کولو او سمبالولو ته دوام ورکوي‌ او تر شا یې ولاړ دي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله وايي چې په افغانستان کې د داعش مسله ځیني‌ وخت مبالغه کیږي او بیا ځیني وخت له پامه غورځول کیږي.

ښاغلي عبدالله د ملي وحدت د حکومت د کابینې په غونډه کې نن په کابل کې وویل چې خلک باید د داعش په هکله په واقعیتونه وپوهل شي او په باید په جریان کې وي.

ده زیاته کړه چې امنیتي‌ مسلې دوی ته تر هر څه لومړیتوب لري او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشا ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.

اجرایي رئیس کابل ته د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر سفر ته لنډه اشاره وکړه وویل دا چې د امریکا د متحدو ایالتونو له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي همکاریو په برخه کې انعطاف ښودلی دی دوی لپاره یو ښه خبر دی.

ښاغلي عبدالله وايي "دا یو ښه خبر دی او هیله من یو هغه سفر ښاغلی جمهور ریس او موږ د اجرایي ریاست په مشرۍ امریکا ته لرو انشاالله دقیقو او غوره پایلو ته ورسیږو".

د ملي وحدت حکومت اجرایي مشر وايي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان جمهور ریس هندوستان او ایران هیوادونو ته د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د اړیکو د پراخولو او پیاوړي‌ کولو په هدف سفر وکړي.

د ملي وحدت حکومت چارواکي وايي چې په تیرو پنځو میاشتو کې دوی د پام وړ کارونه ترسره کړي دي او دا کارونه به له دوی سره د افغانستان د ملي ګټو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG