د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس د منصور دادالله د څرګندونو هرکلی کړی


اجرائیه رئیس په خپلو خبرو کې د افغانستان ګاونډیانو سره د ښه اړیکو د ټینګولو هیله هم څرګنده کړه.
اجرائیه رئیس په خپلو خبرو کې د افغانستان ګاونډیانو سره د ښه اړیکو د ټینګولو هیله هم څرګنده کړه.

افغان حکومت وايي، د افغانستان یو ګاونډی هیواد هڅه کوي چې د افغانستان نظام نسکوره کړي او په دغه هیواد کې یو مزدور حکومت واک ته ورسوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان په ګاونډ کې یو هیواد هڅه کوي چې د افغانستان نظام ړنګ کړي او پر ځای یې یو مزدور حکومت واک ته ورسوي. که څه هم عبداله عبدالله په زغرده د کوم هیواد نوم یاد نکړ خو په ظاهر یې اشاره پاکستان ته وه.

اجرائیه رئيس دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په کابل کې د شهید اونۍ او د مجاهدینو د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود د څوارلسم تلین د لمانځلو په مناسبت یوې جوړې شوې غونډه کې وکړې چې ورکې د افغان دولت لوړ پوړو چارواکو سربیره د پخوانیو مجاهدینو مشرانو هم ګډون کړی وو.

ښاغلي عبدالله وویل "آیا موږ ټول په دې غونډه کې په دې باور نه یو چې زموږ په ګاونډ کې یو هیواد تروریزم پیاوړی کوي؟ همداسې ده که نه ده؟ آیا موږ ټول په دې باور نه یو چې داسې کسانه شته چې د افغانستان د سقوط خوب او په افغانستان کې د مزدور رژیم د واک ته رسولو خوب په خپل سر کې لري."

اجرائیه رئیس وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د دوستۍ نیت لري خو دا دوستي د غلامي په معنی نه ده او افغانان په هیڅ ډول د چا غلامي نه مني.

دغه راز، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د طالبانو د یو قوماندان ملا منصور دادالله وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل، د جګړې له ډګر څخه د هغو غږونو هرکلۍ کوي چې ویل یې نه یې غوښتل چې د پردیو استخباراتو غلامان شي.

په همدې توګه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملا منصور دادالله خبرو ته په اشارې وویل، ملا منصور دادالله ځکه له پاکستان څخه افغانستان ستون شوی چې پر وینا یې د طالبانو د مشرانو ټاکنه د پاکستان د استخباراتو آی ایس آی لخوا شوې ده.

ښاغلي کرزي دا هم وویل، چې ملا منصور دادالله ویلي، د پاکستان آی ایس آي ترې وغوښتل چې په افغانستان کې قومي او جهادي مشران ووژني.

پخواني ولسمشر د منصور دادالله له خولې وویل "زه یې په پاکستان کې د آی ایس آی دفتر ته وغوښتم او ما ته یې وویل، چې تا ته دنده درکوو چې لاړ شه په افغانستان کې قومي، جهادي او د ملت مشران ووژنه، ما ورته وویل چې زه دا کار نه کوم او هغوی وویل که زموږ په لار باندې لاړ شې نو د طالبانو سره چې کومې مرستې کوو دریمه برخه یې تا ته درکوو، ما و نه منله زه یې بندي کړم او په پای کې وتښتیدم او راغلم افغانستان ته."

ښاغلي کرزي وویل، چې دا نوې خبرې نه دي او په دې اړه یې پخوا هم معلومات درلودل چې پاکستان طالبان روزي او په افغانستان کې یې جنګوي.

په همدې توګه یو پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په دې غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو لخوا روانه جګړه ناروا وبلله او و یې ویل چې ملاعمراخوند اوهم ملا اختر محمد منصور ته د طالبانو بعیت شرعي ثبغه نه لري.

"زما توصیه دوی ته داده چې ځانونه وباسي، له دې غلامۍ څخه ووځي، که کومه نیوکه او خبره لري مهرباني دې وکړي له موږ سره دې کښېني او که دې ناروا جګړې ته دوام ورکوي د نرانو په شان بهر راووځي، هلته د نورو په غیږ کې دې جګړې ته دوام ورنکړي، د نورو له غیږ څخه دې قومانده نه اخلي، دادالله منصور په خپله غږ وکړ چې زموږ قوماندانان آی ایس آی ګماري، په خپله یې غږ وکړ چې زه یې وغوښتم او را ته یې وویل چې لاړ شه د افغانستان مشران ووژنه او له منځه یې یوسه، نور دا طالبان له دې زیات وضاحت په څه کې غواړي."

دې غونډې حاجي محمد محقق د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو او د شهید احمدشاه مسعود د بنسټ رئیس احمد ولي مسعود هم ویناوې وکړې.

ددغې غونډې بندوبست د یو حکومتي پلاوي له خوا چې مشرۍ یې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال کوله شوی وو.

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ويډیوي وینا کې چې د غونډې برخه والو ته واورول شوه د افغان امیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شوو کورنیو د لاس نیوي ډاډ ورکړ.

د دغې غونډې دمخه د کابل ښار د مسعود په څلور لارې کې د مقاومت پر څلي د یو لړ ځانګړو مراسمو په لړ کې د ګلو ګیدۍ کیښودل شوه.

د وږي د میاشتې اتلسمه په افغانستان کې د شهید د اونۍ په توګه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

نږدې څوالس کاله وړاندې په همدې ورځ د پخوانیو مجاهدینو وتلی قوماندان احمدشاه مسعود دوه عربانو له خوا چې د خبریالانو په پلمه د مسعود سره د مرکې لپاره د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ته ورغلي وو په تروریستي برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG