د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: ټاکنو کې به له بایومټریک ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي


اجرائیه رئیس عبدالله ویلي په راروانو ټاکنو کې به د بایومټریک سیستم څخه کارواخیستل شي.
اجرائیه رئیس عبدالله ویلي په راروانو ټاکنو کې به د بایومټریک سیستم څخه کارواخیستل شي.

د ولسي جرګې په راروانو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د پیژندګلوۍ لپاره د بایومټریک تکنالوژۍ څخه د کار اخیستلو په اړه د افغانستان د یو شمیر سیاسي ګوندونو له پرله پسې غوښتنو وروسته، نن د جمعې په ورځ (وږي ۳۰ مه) اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یوې غونډې ته وویل، چې د تلې د ۲۸ مې ورځې په ټاکنو کې به د بایومټریک ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي.

اجرائیه رئیس عبدالله، چې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس او د سولې د عالي شورا پخواني رئیس برهان الدین رباني د اووم تلین په مناسبت د لویې جرګې په خیمه کې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به په دې اړه خپله پریکړه ژر اعلان کړي.

ښاغلي عبدالله وویل، چې دې سره به د ټاکنو د بهیر د شفافیت په اړه د خلکو او یو شمیر سیاسي ګوندونو اندیښنې هم له منځه لاړې شي.

اجرائیه رئیس عبدالله وویل " له نیکه مرغه، ویلی شم، کومه پریکړه، چې د ټاکنو کمیسیون به یې اعلان کړي، د بایومټریک رایې ورکوونې په اړه ده، چې د ټاکنو پر ورځ د بایومټریک څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان خلکو، چې کومه لویه اندیښنه لرله او زمونږ سیاسي ډلو هم خپلې اندیښنې څرګندې کړې وې، دا اندیښنې به رفع شي".

د ستر ملي ائتلاف په نوم د افغان حکومت د یو مخالف ائتلاف سربیره شاوخوا ۳۵ سیاسي ګوندونو هم د ټاکنو په بهیر کې د شفافیت او د څو ځله رایې د کارونې د مخنیوي او د رایې ورکوونکو د پیژندګلوۍ لپاره د تلې په ۲۸ مه د ولسی جرګې د ټاکنو په ورځ د بایومټریک سیستم څخه د کار اخیستلو غوښتنه کوله.

د دغو غوښتنو په لړ کې د ستر ملي ائتلاف ملاتړو او پلویانو د بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفترونو مخ ته د پرلت خیمې ووهلې او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفترونه یې وتړل.

پولیسو د ننګرهار او هرات په ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه بیرته پرانیستل، خو په مزارشریف او کندهار کې لا هم دا دفترونه تړلي دي.

اجرائیه رئیس عبدالله پرته له دې، چې دغو اعتراض کوونکو نومونه واخلي وویل، چې هر پروګرام، چې افغان امنیتي ځواکونو ته سرخوږی را ولاړوي باید په اړه يې پاملرنه وشي.

همداشان اجرائیه رئیس عبدالله وویل، چې د ملي یووالي حکومت به د خپلې کاري دورې په پای کې د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کړي.

اجرائیه رئیس د جمهور رئیس اشرف غني سره د بل کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د یو ټیم په توګه د دریدلو په اړه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه هم په یو ډول رد کړل.

په کابل کې ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي وو، چې کیدای شي جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله بل کال ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د یو ټیم په توګه برخه واخلي.

د برهان الدین رباني د اووم تلین په مراسمو کې، چې د لویې جرګې په خیمه کې ترتیب شوي وو، د جمعیت اسلامي د ګوند او د پخواني جمهور رئیس رباني په زرګونو پلویانو او ملاتړو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو او د سیاسي ډلو مشرانو او چارواکو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي د ګوند رئیس صلاح الدین رباني دې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ، چې د شفافو ټاکنو ترسره کولو پرته به د اوسني نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي.

هغه وویل، چې جمعیت اسلامي ګوند د افغانستان د سیاسي نظام اود ټاکنو د سیستم بدلول غواړي او هم شفافې ټاکنې ترسره کولو غوښتنه کوي.

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس او د سولې د عالي شورا رئیس برهان الدین رباني د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په ۲۰ په خپل کور کې د یو تن ځانمرګي بریدګر له خوا، چې ځان یې د طالبانو د ډلې د سولې مرکچي معرفي کړی وو، ووژل شو.

نن د لویې جرګې په خیمه کې د دې سترې غونډې د جوړیدو وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ریاني، د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د وزیر اکبرخان په غونډۍ کې د برهان الدین ریاني په قبر د ګلونو ګيدۍ هم کیښوده.

XS
SM
MD
LG