د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: تروریزم باید د ګاونډیو د کمزوي کولو لار نه وي


ښاغلي عبدالله وویل چې افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني دی
ښاغلي عبدالله وویل چې افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني دی

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د حشمت خلیل کرزي د دویم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې، په پاکستان کې په وروستیو تروریستي بریدونو کې د افغانستان د لاس درلودلو په اړه د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په وړاندې توند غبرګون وښود.

د پاکستان پوځي چارواکو په هغه هیواد کې وروستیو تروریستي بریدونو ته په اشارې ادعا کړې، چې دغه بریدونه د هند د استخباراتي سازمانونو له خوا د افغانستان په خاوره کې تنظیم شوي دي.

خو اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله دغه تورونه په کلکه رد کړل او وې ویل، چې افغانستان پخپله د تروریزم قُرباني دی او هیڅ‌کله به په خپله خاوره کې تروریستي فعالیتونو ته اجازه ورنکړي.

که څه هم ښاغلي عبدالله په څرګنده توګه د کوم هیواد نوم یاد نه کړ خو د پاکستان په کویټې کې پر روغتون ځانمرګي برید ته په اشارې وویل، څوک چې پر افغانستان د تروریزم د ملاتړ تورونه لګوي لومړی دې خپل ګریوان ته سر کوز کړي.

ښاغلي عبدالله وویل "افغانستان هیڅ‌کله یرغلګر نه وو، په دې شپې ورځو کې اورو چې افغانستان له فلاني هیواد سره په ملګرتیا تروریزم صادروي، افغانستان پخپله د تروریزم قُرباني دی او کیسه ډیره څرګنده او روښانه ده، هو داسې به شوي وي چې چا څه کرلي نن یې ریبي او نتیجه یې ویني".

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر یو بل د تورونو لګولو لړۍ له څو کلونو راهیسې دوام لري. افغانستان په وار وار پاکستان له تروریستي ډلو څخه په ملاتړ تورن کړی، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

له بلې خوا پاکستان د هند او افغانستان نږدې اړیکو اندېښمن کړی او د دغو اړیکو ښه والی یې د خپل امنیت په وړاندې لوی ګواښ ګڼلی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، په سیمه کې به هغه مهال تروریستي فعالیتونه پای ته ورسیږي، چې له تروریستي ډلو څخه د یوې وسیلې په توګه د نورو هیوادونو له زورونې لاس واخیستل شي.

ښاغلي عبدالله وویل، د زور زیاتي او تروریستي فعالیتونو له لارې هیڅ څوک خپلو اهدافو ته رسیدلی نه شي.

هغه وویل "د حل لار څه ده، په یو وار او د تل لپاره باید پریکړه وشي، چې له هیڅ تروریست څخه په هیڅ نوم د نورو په وړاندې کار وانخیستل شي، کله چې دا پریکړه وشي، افغانستان له هر هیواد سره چې په خپلې دغې پریکړي په صادقانه توګه ودریږي، موږ یې هم په صادقانه توګه په څنګ کې یو".

ښاغالي عبدالله یوځل بیا ټینګار وکړ، چې په سیمه کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره په کار ده چې د ښه او بد تروریست ترمنځ توپیر له منځه یوړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې افغانستان او پاکستان په دې وروستیو کې د خونړیو بریدونو شاهدان دي.

د روان کال د اسد میاشتې په دویمه د کابل په دهمزنګ سیمه کې پر یو لاریون خونړی ځانمرګی برید، چې ۸۰ کسه پکې ووژل شول او د همدې میاشتې په اتلسمه د پاکستان په کوېټې کې پر یو روغتون ځانمرګی برید چې په کې ۶۶ کسان ووژل شول، د دغې ادعا رېښتینولي ښيي.

په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان د سولې د څلوراړخیزو مذاکراتو غړي هم دي او د امریکا او چین د استازو په ګډون پنځه ځل په کابل او اسلام آباد کې سره جرګه شوي هم دي، خو بیا هم بریالي شوي نه دي چې تروریستي ډلې د سولې میز ته حاضرې کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې باور دی، چې د روانې تحمیلي جګړې په وړاندې به افغانستان بریا ته ورسیږي.

ولسمشر غني چې د حشمت خلیل کرزي د دویم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، سولې ته رسیدل نه یوازې د حشمت خلیل کرزي ارمان وو بلکې تلپاتې سولې ته رسیدل د ټول افغان ولس ارمان دی.

ښاغلي غني وویل "په دې کې ضرور ده چې زموږ یووالی او اتفاق ټول پر ځای وي، تر څو موږ وکولای شو دا ارمانونه ترسره کړه".

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د سولې څلور اړخیز مذاکرات هغه مهال بریا ته رسیدلی شي، چې ښکیلې غاړې خپلې غوښتنې مخامخ مطرح کړي او پر یو بل باندې د تورونو له لګولو لاس واخلي.

خو ځینې نور بیا په دې باور دي، چې پاکستان په افغانستان کې ځانګړي اهداف لري او د افغان سولې له بهیر څخه د یوې وسیلې په توګه کاراخلي تر څو خپلو اهدافو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG