د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، چې د نوې کابینې جوړیدل او اعلانول، نه یوازي دا چې د افغانانو هیله او غوښتنه وه، بلکه نړیوالې ټولنې هم په جدي توګه د کابینې د اعلانولو غوښتنه کوله.
د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس، د چهارشنبې په مازیګر په خپل دفتر کې افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ډانیل فیلډمین سره د خبرو د مخه خبریالانو ته وویل چې نوې کابینه به په نږدې ورځو کې ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره واستول شي.
ښاغلي عبدالله وویل" کابینه معرفي شوه، چې دا د نړیوالې ټولنې یوه جدي غوښتنه هم همدا وه، ترڅو افغانستان سره په اساسي ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي".
د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس وویل، چې په نږدې ورځو کې به د کابینې غړي ولسي جرګې ته ورشي او د دغې جرګې نه د باور د رایې تر اخیستلو وروسته به د افغانستان د ملي یووالي حکومت خپل کار پیل کړي.
افغانستان او د پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډانیل فیلډمین په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې کابل ته د دې لپاره ورغلی چې د ملي یووالي د حکومت سره په دې وغږیږي چې څنګه دغه حکومت سره په ښه توګه امریکا خپلې مرستي تر سره کړي.
ښاغلي ډانیل فیلډمین وویل" زه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره په پاکستان کې وم، هغه خپلې نیکې هیلې ډاکټر عبدالله او جمهور رئیس غني ته استولي دي، د ملي یووالي د حکومت د کابینې د نوماندو وزیرانو د نومونو د اعلان څو ورځې راوروسته زه دلته یم، ترڅو د دې امکان تر لاسه کړم چې د یو شمیر محترمو نوماندو وزیرانو سره وګورم".
ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې د افغانستان او د پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره د خبرو په اجندا کې، په افغانستان کې د سولې د بهیر او د تروریزم سره په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د امریکا د مرستو په باب مسلې هم شاملي دي.
نوماند وزیران او د ولسي جرګې د باور رایه
افغانستان او د پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې افغان حکومت په پام کې لري د را روانې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته نوماند وزیران د باور درایې د اخیستلو لپاره واستوي.
خو په ولسي جرګه کې ډیر وکیلان په کابینه کې یو شمیر ولایتونو پورې د مربوطو کسانو ته د ځای په نه ورکولو خوشاله نه ښکاري.
دا شمیر وکیلان دا ګڼي چې د ملي یووالي د حکومت مشرانود دوی سیمې له پامه غورځولي دي.
د ولسي چرګې یو شمیر وکیلان وایي چې تل په افغانستان کې د حکومتونو د جوړولو په وخت د قومونو او ډلو د استازیتوب نه ناسمه ګټه اخیستل شوې ده.
د کونړ ولایت یو استازی حاجي غلام سخي مشواڼی وایي چې په تیرو دیارلس کلنو کې افغانان د قومونو او تنظیمونو د سیاستونو قرباني شوي دي.
ښاغلي مشواڼي وویل" نه چا قومونه تعریف کړل چې په تاجک قوم کې کوم قومونه شامل دي اونه دا چې په پښتون قوم کې کوم قومونه شامل دي. محدود خلک له دغو قومونو او دغو تنظیمونو نه استفاده کوي".
د کندهار د ولایت یو وکیل لالی حمیدزی وایي چې خلکو د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو لپاره رایې ورکړې وې .
ښاغلي حمیدزي وویل"خلکو د دې لپاره رایه نه وه ورکړې چې د چور شپیلق ووهل شي او په ولایت کې دې ځمکې چورشي".
که څه هم د ملي یووالي حکومت چارواکي وایي چې نوماند وزیران یې د هغوی کاري وړتیاوو ته په پاملرنې ټاکلي دي، اوهڅه شوې چې د افغانستان د ټولو میشتو قومونو او قشرونو استازیتوب وکړای شي خوپه نوې کابینې کې په نوماند وزیرانو باندې یو شمیر انتقاد کوونکي وکیلان دا ګڼي چې د کابینې د اعلان په وخت دغه اصل ته هم ډیره پاملرنه نه ده شوې.
د بلخ ولایت نه د ولسي جرګې یو غړی مولوي عبدالرحمان رحماني وایي چې په کابینه کې لیدل کیږي چې نوماند وزیرانو ته د هغوی مسلکي وړتیاوو په خلاف پوستونه ورکړل شوي دي.
تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د ملي یووالي د حکومت دغه پنځویشت کسیزه کابینه او د دوو خپلواکو ادارو رئیسان به د شنبې په ورخ د ولسي جرګې نه د باور رایه واخلي او که نه خو ولسي جرګې یوشمیر غړي وایي ډیرو نوماندو وزیرانو لا دمخه د باور رایو د اخیستلو لپاره د وکیلانو سره لیده کاته پیل کړي دي.