د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم: ټپي شوی نه یم


جنرال دوستم د تیرو دریو ورځو راهیسې په فاریاب ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات څاري
جنرال دوستم د تیرو دریو ورځو راهیسې په فاریاب ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات څاري

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي چې هیڅ ډول تاوان ورته نه دی رسیدلی او د هغه د ټپي کیدو په هکله د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرگندونې یو سوء تفاهم و.

ښاغلي عبدالله سعودي عربستان ته له سفر دمخه د خبریالانو سره په خبرو کې خوښي څرگنده کړه چې د جنرال دوستم ټپ جدي نه دی او د هغه روغتیایي حالت ښه دی.

له دې دمخه هم یو شمیر رپوټونه خپاره شوي وو چې د ښاغلي دوستم کاروان ته د فاریاب په ولایت کې کمین نیول شوی و او د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې حتی د دې پیښې په تائید سره د ښاغلي دوستم د پنځه ساتوونکو د وژل کیدو خبر هم ورکړی و.

خو جنرال دوستم د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې اصلاً د هغه د موټرو کاروان د دښمن له کمین سره نه دی مخامخ شوی. ښاغلي دوستم وویل یو شمیر سرتیري د غورماچ د ولسوالۍ د نیولو په عملیاتو کې له کمین سره مخامخ شوي دي.

ښاغلي دوستم وویل چې تر اوسه په دغو عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته سخت تاوان رسیدلی دي او د هغه په وینا د هغه تر څارنې لاندې عملیاتو کې د مختلفو قواو ١٥ جنگیالي وژل شوي او ٢٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

مخکني رپوټونه:

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال تیره ورځ د فاریاب په ولایت کې د وسله والو مخالفانو په یو برید کې سرسري ټپي شوی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله چې سعودي عربستان ته د سفر وړاندې یې د وزیرانو د شورا په غونډه کې د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې وویل، چې د جنرال دوستم ټپونه ژور نه دي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

ښاغلي عبدالله وویل " دا چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د پیښې سره مخ شوی، خو له نیکه مرغه چې ټپونه یې ژور نه دي، چې پرې خوشاله یو، هغه ته او د وروستیو پیښو ټولو ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوم ".

د افغانستان جمهوري ریاست کې سرچینو هم امریکا غږ سره په خبرو کې پر جنرال دوستم باندې د فاریاب ولایت کې د وسله والو برید تائید کړی او ویلي دي چې په دغه برید کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال پنځه ساتونکي وژل شوي دي، خو هغه ته کوم زیان نه دی رسیدلی .

په سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال چې د افغان ځواکونو له خوا د غورماچ د ولسوالۍ د بیا نیولو د عملیاتو د بهیر د څارنې لپاره د یو شمیر افغان خبریالانو سره فاریاب ولایت ته تللی وایي، چې تیره ورځ جنرال دوستم د غورماچ ولسوالۍ د عملیاتو د څارنې لپاره دغې ولسوالۍ ته ورغلی وو.

د فاریاب د غورماچ د ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال محمد کټوازی په غاړه لري او جنرال دوستم د دغو عملیاتو د څارنې لپاره فاریاب ته تللی دی.

په سیمه کې زمونږ خبریال میرویس بیژن وایي، چې نن هم وسله والو طالبانو د غورماچ ولسوالۍ د کنجک په سیمه کې د جنرال عبدالرشید دوستم د ځواکونو د قوماندان عبدالستار قاسمي په موټرو برید کړی چې ښاغلي قاسمي او ملګرو ته یې په برید کې زیان نه دی رسیدلی.

د فاریاب ولایتي چارواکي وایي جنرال دوستم لا هم په سیمه کې د طالبانو پر وړاندې د روانو عملیاتو څارنه کوي.

دا سرچینې وایي، جنرال دوستم به د غورماچ د ولسوالۍ د نیولو او له قیصار څخه د طالب وسله والو د ایستلو تروخته په فاریاب ولایت کې پاتې شي او روان عملیات به وڅاري.

طالبانو تیره ورځ د غورماچ ولسوالۍ د جګړو په اړه یو ویډیو هم خپره کړې چې په کې د ولسوالۍ مرکز د دغې ډلې د وسله والو په لاس کې لیدل کیږي. د طالبانو دغه ویاند ویلي چې د غورماچ ولسوالۍ په جګړو کې یې د میرویس په نوم د جنرال دوستم یو قوماندان او د هغه ګڼ شمیر وسله وال وژلي دي.

خو طالبانو د جنرال دوستم د ټپي کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو ددغې ډلې یو ویاند قاري محمد یو سف احمدي د خپل ټويټر په پاڼه لیکلي چې طالب وسله وال نه یوازې دا چې د غورماچ ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ په لاس کې لري ‎، نن یې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب د ولسوالۍ پر دولتي تاسیساتو باندې بریدونه کړي دي. همداشان طالبانو ویلي چې د فاریاب ولایت د مرکزد میمنې ښار پر امنیتي پوستو اود قیصار ولسوالۍ غوري سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پرپوستو بریدونه کړي، چې د قاري احمدي پر وینا په دغو بریدونو کې یې افغان ځواوکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

په فاریاب ولایت کې تازه جګړې درې ورځې وړاندې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG