د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائيه رئيس : امریکا ته مو سفر له لاسته راوړنو ډک و


اجرائيه رئيس وایي د امریکا د سفر په مهال پدې هوکړه وشوه، چې امریکا به د افغان حکومت اصلاحي پروګرامونو ته۸۰۰ ملیونه ډالر ورکوي.
اجرائيه رئيس وایي د امریکا د سفر په مهال پدې هوکړه وشوه، چې امریکا به د افغان حکومت اصلاحي پروګرامونو ته۸۰۰ ملیونه ډالر ورکوي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د وزیرانو شورا ته وویل امریکا ته د ولسمشر غني او د هغه سفر له لاسته راوړنو ډک وو.

اجرائيه رئيس وویل تمه لري، چې ددغه سفر د لاسته راوړنو پایلې هغسې پایلې وي، چې افغانان یې تمه لري.

ښاغلي عبدالله چې نن د ۱۳۹۴ لمریز کال د وزیرانو د شورا د لومړنۍ ناستې مشري کوله وویل پدغه سفر کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو په جوړولو او ټینګولو کې لوی ګام اخېستل شوی دی.

اجرائيه رئيس وویل ‪"‬امریکا ته زمونږ دا سفر حتی د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو لا له وړاندې نه په نظر کې وو، مونږ له بشپړو او بنسټیزو پروګرامونو او له ښې اجنډا سره لاړو.‪"‬

د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئيس وویل پدغه سفر کې پدې پرېکړه وشوه، چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه امریکايي ځواکونه په هغه شمېر کې پاتې شي، چې ددې کال په پیل کې شته دي، ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه، سلا کار وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل امریکا ته د ولسمشر غني او د هغه په سفر کې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل مسئله یاده شوه او تمه لري، چې د تمویل دا بودیجه تصویب شي.

اجرائيه رئیس د امریکا او افغانستان ترمنځ د بهرنیو او د دفاع د وزارتونو په کلنۍ مشورتي ناستې د هوکړې یاده هم وکړه وې ویل ‪"‬د ځواکونو د دوه اړخیزه اړیکو په تړاوو پخوا دود وو، چې په کال کې به یو ځل د افغانستان د دفاع د وزارت او د امریکا د پنټاګون ترمنځ ناسته کېده، خو په وروستیو درېیو کلونو کې دا ناستې ځنډېدلې وې، پدې سفر کې مو ددغو ناستو په بېرته پیلېدو موافقه وکړه.‪"‬

اجرائيه رئيس وویل امریکا ته ددغه سفر په مهال پدې هم هوکړه وشوه، چې امریکا به د افغان حکومت اصلاحي پروګرامونو اته سوه ملیونه امریکايي ډالر چې هغه تشویقي مرستې یادې کړې ورکوي.

د فرخندې دوسیه

د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئيس د وژل شوې فرخندې د قضیې په تړاوو وویل چې له عدلي او قضائي ارګانونو غواړي ترڅو دا قضيه سمه وڅېړي او مجرمین مجازات کړي.

ښاغلي عبدالله وویل قضاء باید د هیڅ ډول تبلیغاتو تر تاثیر لاندې رانشي.

هغه وویل ‪"‬د فرخندې وژنه او جنایت دولت په جدیت دا مسئله تر تعقیب لاندې نېولې ده.‪"‬

د وزیرانو په شورا کې د کابل پوهنتون د استادانو د معاشونو د ځنډ مسئله هم یاده شوه او وویل شول چې حل باید ورته پیدا شي.

د وزیرانو شورا په داسې حال کې اوونیزه ناسته کوي، چې لا هم کابینه بشپړه شوې ند

XS
SM
MD
LG