د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: په جلریز کې محلي پولیسو سره همکاري نده شوې


ښاغلي عبدالله ویلي چې کومو چارواکو چې په دندو کې غفلت کړی٬ قانوني چلند به ورسره وشي
ښاغلي عبدالله ویلي چې کومو چارواکو چې په دندو کې غفلت کړی٬ قانوني چلند به ورسره وشي

اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن د وزیرانو د شورا په نوبتي غونډه کې خبرې کولې وویل، د میدان وردګو د ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په پوستو د وسله والو مخالفینو د برید د پېښې په تړاوو لومړنۍ پلټنې ښيي، چې وظیفوي غفلت شوی دی او دغو پوستو ته مرسته ندې رسېدلې.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل ‪"‬پدغه ترايژیدۍ کې چې چا وظیفوي غفلت کړی دی، هغوی سره به قانوني برخورد وشي.‪"‬

خو بل لورته د میدان وردګو والي حیات الله حیات امریکا غږ ته وویل د ولسمشر له لوري ګمارل شوی پلاوی چې د جلریز د پېښې هر اړخیزه پلټنه به کوي، لا هم سیمې ته ندی رسېدلی خو هغه تمه وښوده چې دا پلاوی به ژر د حقیقت موندنې لپاره سیمې ته ورشي.

د میدان وردګو والي وايي، دوه نور پلاوي هم د جلریز په پېښه کار کوي، یو پلاوی د کورنیو چارو د وزارت د یوه معین په مشرۍ دی، چې له دوو ورځو راهېسې پدغه ولایت کې میشت دی، او نظامي پلټنې یې پیل کړي دي.

والي وايي ان له ده او امنیه قومندان نه یې پلټنې کړي دي او پدې یې غور کړی دی، چې څنګه په میدان وردګو ولایت کې چاڼیز عملیات وکړي.

بیګاه د میدان وردګو د جلریز په ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پيل شوي دي، پدغو عملیاتو کې درې واړه امنیتي ادارې برخه لري.

د میدان وردګو والي حیات الله حیات وايي د جلریز دا پېښه د شپې په یوه بجه پیل شوې وه، او امنیتي ځواکونه د سهار په لسو بجو سیمې ته رسېدلي دي.

والي حیات الله حیات وویل ‪"‬زه دا په کلکه ردوم چې دوی وايي تر ۷۲ ساعتونو پورې مرسته نده رسېدلې مونږ د امنیتي قواوو تلفات لس بجې په ساحه کې درلودل، مونږ وکولای شول، چې هماغې ورځې تر ماسپښینه پورې د هواء له لارې نه چې د ځمکې له لارې امکان نه لره، مونږ د اردو ځواکونه ولسوالۍ ته ورسو، ترڅو له هغې خوا نه په مخالفینو باندې عملیات پیل کړي.‪"‬

په جلریز کې د محلي پولیسو دولس پوستې دي، په دوو پوستو وسله والو مخالفینو برید کړی وو، او پدغه برید کې له شلو زیات محلي پولیس وژل شوي دي.

مدني حرکتونو دا وژل شوي، د بامیانو د یکاولنګ هزاره اوسېدونکي ګڼي.

خو بل لورته د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی شریف هوتک بیا وايي، دوی د محل محلي پولیس نه وو، د محلي پولیسو د قاعدې په خلاف یې دنده ترسره کوله.

شریف الله هوتک وویل‪"‬ دوی یوه قوم ته کار کاوه، یوه حزب او یوې ډلې ته کار کاوه، دغو خلکو د سیمې خلک په خپلو جنایتونو دې حالت ته ورسوله چې داسې پېښه وشوه.‪"‬

ژر به یو پلاوی هم وردګ ته لاړ شي، ترڅو ددغې پېښې د وژل شوو له کورنیو سره مرستې وکړي.

دم ګړۍ د جلریز سیمه د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده او وايي ټولې پوستې چې وسله والو نېولې وې بېرته یې ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG