د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله عبدالله فیروز کوه ته تللی چې امنیتي حالت وارزوي


اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې فیروزکوه ته تللی چې افغان ځواکونو د تیوره ولسوالۍ بیرته له طالبانو نیولې ده.

د غور ولایتي چارواکي وایي، د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د غور ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته رسیدلی دی.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې اجرائیه رئیس به لومړی د دغه ولایت د نظامي شورا په یوه فوق العاده امنیتي غونډه کې د غور امنیتي وضعیت وارزوي او بیا به د ولایت له والي او نورو سیمه ایزو چارواکو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې اجرائیه رئیس به د خپل دغه سفر پر مهال د غور د ولایت له مخورو سره هم د دغه ولایت په وضعیت خبرې وکړي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې اجرائیه رئیس د دغه ولایت له امنیتي چارواکو سره د ولایت د امنیتي وضعیت په اړه په یوه غونډه کې خبرې پیل کړي دي.

هغه وویل چې اجرائیه رئیس سره په دې سفر کې د کلیو د پراختیا، عامې روغتیا او د پوهنې وزیران او د یو شمیر وزارتونو معینان هم ملګرتیا کوي.

اجرائیه رئیس په داسې حال کې غور ته تللی چې تیره اونۍ افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو د تیوره ولسوالۍ بیرته نیولې ده.

وسله والو طالبانو لس ورځې وړاندې دا ولسوالۍ د یوې جګړې وروسته نیولې وه، چې افغان ځواکونو څلور ورځې وړاندې دا ولسوالۍ د دغې ډلې له وسله والو بیرته ونیوله.

XS
SM
MD
LG