د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو د بهر ځنډیدلو غوښتنه کړې


د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبتولو په قانون کې د تعدیل توشیح سره سره تراوسه د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو لړۍ نه ده پیل شوې.
د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبتولو په قانون کې د تعدیل توشیح سره سره تراوسه د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو لړۍ نه ده پیل شوې.

په راروانه اونۍ کې د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو د بهیر د پیل په اړه د خپرو شوو رپوټونو وروسته ، نن د جمعې په ورځ د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې د دغه بهیر د ځنډیدلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان اجرائیه ریاست له خوا په دغه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د الکټرونیکي تذکرو په اړه د یوې ملي اجماع تررامنځ ته کیدو پورې دې، دا تذکرې نه ویشل کیږي.

ښاغلي عبدلله ویلي " د افغانستان اجرائیه ریاست په دې باور دی، چې الکټرونیکي تذکرې د یوې سترې ملې قضیې په توګه لا زیات بحث او دقت ته اړتیا لري، ترڅو په دې برخه کې ملي اجماع رامنځ ته شي او ټول پرې موافقه وکړي. د همدې له امله یوې ملي اجماع ته د ر سیدلو او په دې هکله د ټولو د موافقې او د لا زیات اختلاف د مخنیوي لپاره، اجرائیه ریاست د الکټرونیکي تذکرو د ویش د بهیر د ځنډیدلو غوښتنه کړې وه".

اجرائیه ریاست په اعلامیه کې ویلي، چې عبدالله عبدالله به سبا د شنبې په ورځ په دې مسله د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره خبرې هم وکړي.

اجرائیه ریاست ویلي، چې د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو پرقضیه باید د دولت په کچه بحث وشي او ورته د حل لار ولټول شي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تیرې پنجشنبې له ورځې مهمو افغان شخصیتونو ته د نوو الکټرونیکي تذکرو د ویشلو بهیر په ارګ کې پیل شوی دی.

ښاغلي مینه پال وویل، نوو تذکرو لپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني، لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل او د جمهور رئیس د دوهم مرستیال محمد سرور دانش د بایو مټریک د ټیست چارې بشپړې شوي او د نورو چارواکو د بایومټریک ټیست بهیر لا روان دی.

ښاغلي مینه پال وویل د نوو الکټرونیکي تذکرو د ویشلو بهیر به ژر پیل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د الکټرونیکي تذکرو د ریاست ویاند روح الله احمدزي د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو د بهیر د پیلولو په اړه دا ومنله چې د الکټرونیکي تذکرو د ثبت وسایل د افغانستان جمهوري ریاست ارګ ته وړل شوي دي.

ښاغلي احمدزي وویل " یوازې زمونږ وسایل د ټیست لپاره جمهوري ریاست ارګ ته وړل شوي او زمونږ همکاران پرې د فني او تخنیکي پلوه کار کوي، انشاالله وروستي جزئیات به ژر له خلکو سره شریک شي".

په افغانستان کې د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو مسله په یوه لانجمنه مسله بدله شوې ده.

که څه د الکټرونیکي تذکرو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني تقنیني فرمان چې له مخې یې د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبتولو د قانون په شپږمه ماده کې تعدیل راوستل شوی وو او د اسلام او افغان کلیمې ورزیاتې شوې وې او د ملي شورا ګډ کمېسیون دا تعدیل تأیيد کړی دی، خو لا هم د ولسي جرګې یو شمیر استازي په شپږمه ماده کې د تعدیل سره مخالف دي.

د همدې له امله د ملي شورا له خوا د تائید نږدې دوه میاشتې وروسته هم د دغو تذکرو د ویشلو لړۍ نه ده پیل شوې.

XS
SM
MD
LG