د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئيس: د سولې په وخت د خلکو په وینو معامله نه کوو


غني: د مارشال قسیم فهیم مرګ داسې خلا رامنځته کړې چې تر اوسه دا تشه محسوسیږي.
غني: د مارشال قسیم فهیم مرګ داسې خلا رامنځته کړې چې تر اوسه دا تشه محسوسیږي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائي رئيس عبدالله عبدالله نن دوشنبه د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې په تلین کې وویل، له وسله والو مخالفینو سره سوله پدې معنی نده، چې ښځې له خپلو حقوقو محرومې شي.

د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې په لومړني تلین کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشرانو او سیاسي څېرو برخه اخېستې وه، د ملي یووالي د حکومت اجرائي رئيس ښاغلي عبدالله د سولې د هڅو په تړاو وویل هیڅ چا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د خلکو په وینه معامله وشي.

هغه وویل سوله پدې معنی نده، چې د ښځو حقوق دې له نظره وغورځول شي او د طالبانو دوره تکرار شي.

ښاغلي عبدالله وویل ‪"‬که مذاکرې ته حاضر شي، هرکلی یې کوو، که خبرې یې وکړې، معقولیت ته یې تن ورکړ، له تاوتریخوالي یې لاس واخېست، دا د ټولو کور دی، نه غواړو چې هیڅوک دې تبعید وي، خو که څوک اوربلول د امتیاز وسیله ګرځوي، امتیاز نه ورکول کیږي.‪"‬

پدې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د مارشال قسیم فهیم مرګ داسې خلا رامنځته کړې چې تر اوسه دا تشه محسوسیږي.

ښاغلي غني وویل ‪"‬که مارشال ژوندی وای، نو ښايي زمونږ ستونزې به تېر کال او اوس کمې وې.‪"‬

پخواني ولسمشر حامد کرزي مارشال قسیم فهیم داسې سیاستوال یاد کړ، چې په وينا یې له افغانستان سره یې مینه لرله او د ملي یووالي حامي و.

ښاغلي کرزي د ډیورنډ د کرښې په تړاو د مارشال دریځ داسې بیان کړ ‪"‬راته یې وویل په اسلام آباد کې دې څه وکړل، د پاکستان ولسمشر درته څه وویل، پخوا تر دې چې زه ځواب ورکړم، راته یې وویل د ډیورنډ د کرښې خو یې ونه ویل، ما ورته وویل هغسې یې یاد نه کړ، خو په بل ډول یې یاد کړ، ماته یې وویل څه ځواب دې ورکړ، ما ورته وویل رد، راته یې وویل آفرین، که ډیورنډ دې ورکړ، د مټک پل درنه غواړي، که مټک پل دې ورکړ، آمو در نه غواړي، هوښیار اوسه وطن وساته.‪"‬

پدې غونډه کې جهادي مشر عبد رب رسول سیاف وروستي مدني حرکتونه چې د خره نمانځله او د نارینو له خوا د چادرۍ په سر کول وو، وغندل او له حکومت یې ددې مسائلو تعقیب وغوښت.

ښاغلي سیاف وویل ‪"‬ لعنت دې وي، د آزادۍ په هغه بیان چې د اسلام او دین په سپکاوۍ منجر شي.‪"‬

مارشال قسیم فهیم تېر کال د حوت په اتلسمه په خپل کور کې په خپل مرګ مړ شو، او د بادام باغ په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو، نن د ملي دفاع وزارت د هغه په قبر د ګلونو ګېډۍ هم کېښودې.

XS
SM
MD
LG