د افغانستان اجرائیه ریاست وایي، چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د سه شنبې په سهار له کابل څخه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بلاروس پایتخت منسک ته تللی دی.
د اجرائیه ریاست له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې ښاغلي عبدالله ته له منسک څخه د رسمي لیدنې بلنه د بلاروس صدراعظم آندري کوبیاکوف ورکړې ده.
ښاغلی عبدلله به منسک ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د بلاروس له جمهور رئیس، صدراعظم او د دغه هیواد له نورو چارواکو سره وګوري او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا به خبرې وکړي.
منسک ته د اجرائیه رئیس د سفر پر مهال به د افغانستان او بلاروس چارواکي د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون د جوړیدو او د قانون د جوړولو په چارو کې د همکارۍ موافقې هم لاسلیک کړي.
اجرائیه رئیس به همدارنګه د منسک په ښار کې د صنعتي پارک څخه هم لیدنه وکړي او د بلاروس له صعنتکارانو سره به خبرې وکړي.
په پام کې ده چې اجرائیه رئیس به له منسک څخه د قزاقستان په پایتخت استانه کې د "اکسپو ۲۰۱۷ " نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه ښار ته هم لاړ شي.
اجرائیه رئیس به د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه په استانه کې د افغانستان په سفارت کې په یوه ځانګړې غونډه کې ولمانځي.
ټاکل شوې په استانه کې د ښاغلي عبدالله د اوسېدو پر مهال به هغه د قزاقستان له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان او قزاقستان په اړیکو هم وغږیږي.
اجرائیه رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو، عدلیه، سوداګرۍ او صنایعو، کرهڼې،اوبولګولو او مالدارۍ وزیران، په مسکو کې د افغانستان د سفیر په ګډون د یو شمېر وزارتونو معینان، د اجرائیه ریاست یو شمېر سلاکاران او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي هم ملګرتیا کوي.