د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس عبدالله اندونیزیا ته لاړ


ښاغلی عبدالله به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د نورو مسلو سربیره د سولې ټینګیدو په مسله هم د اندونیزیايي چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلی عبدالله به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د نورو مسلو سربیره د سولې ټینګیدو په مسله هم د اندونیزیايي چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان اجرائیه وايي، اجرائیه رئیس عبداله عبدالله د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ نن د چهارشنبې په ورځ ( تلې ۱۱ مه) په یو دوه ورځیني رسمي سفر اندونیزیا ته تللی دی.

اجرائیه ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلی عبدالله د اندونیزیا د جمهور رئیس د مرستیال یوسف کالا په بلنه جاګارتا سفر کړی دی.

ټاکل شوې اجرائیه رئیس عبدالله به د دغه سفر پر مهال د اندونیزیا د جمهور رئیس جوکو ویدودو سره د کتنې ترڅنګ د اندونیزیا د دیني عالمانو د شورا، د سوداګرۍ او صنایعو د خونې او ټاکنو د کمیسیون د غړو سره هم خبرې وکړي.

اجرائیه رئیس عبدالله به د اندونیزیا د بهرني سیاست د مطالعاتو په مرکز کې په افغانستان کې سولې او پخلاتینې د بهیر او د دغه پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه وینا هم وکړي.

اجرائیه ریاست وايي، ښاغلی عبدالله به د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د شوو موافقو د تطبیق او د اقتصادي اړیکو د پراخیدو په مسلو او هم د سولې او پخلاینې په برخه کې د دغه هیواد د تجربو په اړه د اندونیزیایي چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د سولې د عالي شورا مرستیال او د یو شمیر نورو حکومتي چارواکو سربیره یو شمیر افغان سوداګر هم ملګرتیا کوي.

افغانستان اندونیزیا اړیکې
په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان او اندونیزیا درمنځ اړیکې ډیرې نږدې شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني تیر لمریز ۱۳۹۶ کال د وري په میاشت کې اندونیزیا ته رسمي سفر کړی وو، چې بیا د دغه سفر وروسته د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو د تیر لمریز ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۹ مه کابل ته په رسمي سفر راغلی وو.

همداشان د تیرکال د حوت په میاشت کې د اندونیزیا د جمهور رئیس مرستیال یوسف کالا کابل ته تللی وو.

اندونیزیا حکومت د روان میلادي کال د می په میاشت کې په افغانستان کې د جګړې د بندیدو او وسله والو طالبانو سره د پخلاینې په موخه په جاګارتا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي دیني عالمانو د درې اړخیزې غونډې کورتوب هم کړی وو.

XS
SM
MD
LG