د لاس رسي وړ اتصالات

د ایبولا ضد واکسین د چټک چمتو کولو لپاره هڅې

د وبا پر وړاندې د نوښتونو د چمتووالي ائتلاف (CEPI) وایي، د ایبولا ویروس د مخ پر زیاتېدونکې خپرېدو د مهارولو لپاره، چې په کانګو کې یې د څه باندې ۴۰ کسانو ژوند اخیستی، د درېیو شرکتونو له لارې د واکسین چمتو کول چټکوي.

د دغه ائتلاف مشر، ریچارډ هیچټ، وویل چې د دې ویروس د "بونډي‌بوګیو" ډول د چټک خپرېدو له امله، د واکسینونو د تولید لپاره بېړنۍ مالي مرسته او ملاتړ د دې وبا د خوندي او اغېزمن مهار یوازینۍ لاره ده.

امریکايي شرکت موډرنا د دوشنبې په ورځ وویل چې غواړي د ایبولا د "بونډي‌بوګیو" ضد احتمالي واکسین د پراختیا لپاره "سمدستي" اقدام وکړي.

د وبا پر وړاندې د نوښتونو د چمتووالي ایتلاف ویلي چې تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې بودجه یې موډرنا شرکت ته ځانګړې کړې، څو د دې ویروس ضد د واکسین پراختیا او کلینیکي ازموینې ګړندۍ کړي.

تر اوسه په کانګو کې لږ تر لږه د ایبولا ۲۸۲ تایید شوې پېښې، ۴۳ تایید شوي مړینې او څه باندې ۱۱۰۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. یوګانډا هم نن سې‌شنبې د ایبولا شپږ نوې تایید شوې پېښې اعلان کړې، چې له دې سره په دغه هېواد کې د تایید شویو پېښو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

موډرنا شرکت ، چې د کووید-۱۹ د لومړنیو واکسینونو له پراختیا سره پېژندل کېږي، وایي چې د دوی پلاتفورم چې د پیغام‌رسوونکي رایبونوکلیک اسید یا mRNA په نوم یادېږي، کولی شي د ایبولا د "بونډي‌بوګیو" ډول ویروسي ګواښ ته په چټک غبرګون کې مهم رول ولوبوي.

د موډرنا شرکت مشر، سټیفن بنسل، وویل: "موږ به په بیړنۍ توګه او د علمي دقت له مخې اقدام وکړو، څو له دې غبرګون ملاتړ وکړو او احتمالي واکسین هغو ټولنو ته ورنږدې کړو چې تر ټولو ډېر ورته اړتیا لري."

سربېره پر دې، د وبا پر وړاندې د نوښتونو د چمتووالي ایتلاف ویلي چې نږدې ۱۲ میلیونه ډالر به د آکسفورډ پوهنتون او د ایډز واکسین نړیوال نوښت (IAVI) ته ځانګړي کړي، څو د ایبولا واکسین تولید ته وده ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د روانې میاشتې په پیل کې په کانګو کې د ایبولا د "بونډي‌بوګیو" نادر ډول خپرېدل، چې لا یې واکسین نشته، د "نړیوالې اندېښنې وړ روغتیايي بیړنی حالت" اعلان کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ګاونډیو هېوادونو ته د دغې ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر لوړ دی، خو تر اوسه دا ناروغي د نړیوالې وبا معیارونه نه پوره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG