د لاس رسي وړ اتصالات

د چابهار بندر موافقه لیک چمتو شو

British Prime Minster Theresa May and her husband Philip stand together with U.S. President Donald Trump and first lady Melania Trump at the entrance to Blenheim Palace, where they are attending a dinner with invited guests and business leaders, near Oxford, Britain.

د افغانستان، هند او ایران استازو د چابهار د درې اړخیزې موافقې متن چې ددې دریو هیوادونو ترمنځ ترانسپورتي او ترانزیتي دهلیز رامنځ ته کوي، بشپړ کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ددې سند متن نن د دغو دریو هیوادونو د استازو په دوهمه غونډه کې د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې بشپړ او د دې دریو هیوادنو د مقاماتو لاس لیک ته اماده شو.

د چابهار بندر د ایران د اسلامي جمهوریت د بلوچستان د سیستان په ولایت موقعیت لري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې د هغې نه په گټې اخیستلو سره د سیمې د هیوادونو ترمنځ سمندري سوداگري پیاوړې کیږي.

د چابهار له بندر څخه گټه اخیستنه د سیمې د هیوادونو د سوداگریزو توکیو د لیږدولو په موده او لگښت کې د پام وړ کموالی راوړي او همداشان د منځنۍ آسیا او د قفقاز د حوزې هیوادونه د فارس له خلیج سره نښلوي.

د چابهار د موافقه لیک لومړنۍ تخنیکي غونډه د ٢٠١٥ کال د سپتمبر په میاشت کې په تهران کې وشوه او ټاکل شوی چې ددې موافقې وروستی متن تر دوو راتلوونکو میاشتو پورې د افغانستان، ایران او هند د لوړپوړو مقاماتو له لورې لاس لیک شي.

XS
SM
MD
LG