د لاس رسي وړ اتصالات

مالیې وزارت: د چمن - سپین بولدک په لار واردات پیل شوي


پاکستان حکومت د مارچ په دوهمه د چمن - سپین بولدک بندر د هر ډول راکړې ورکړې لپاره تړلی وو.
پاکستان حکومت د مارچ په دوهمه د چمن - سپین بولدک بندر د هر ډول راکړې ورکړې لپاره تړلی وو.

د مالیې وزارت وايي، چې د چمن – سپین بولدک له لارې نن د شنبې د ورځې سهار اته بجې ( وري ۲مه) د پاکستان څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو واردات پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د چمن - سپین بولدک د لارې د خلاصیدو وروسته په لومړیو دوو ساعتونو کې د دغه بندر له لارې په خوراکي توکو بار پنځوس لارۍ افغانستان ته اوړیدلي دي.

ښاغلي مسجدي ویلي " تر دم ګړی په خوراکي توکو بار ۵۰ لارۍ افغانستان ته واردې شوي، او دا لړی دوام لري. د معلوماتو په اساس د ډیورنډ فرضي کرښې هغې خوا ته په چمن کې د افغان سوداګرو تقریباً ۲۰۰۰ لارۍ ولاړې دي. په لومړیو کې به خوراکي توکي طې مراحل شي او بیا به نور توکي هم ګمرک شي".

د پاکستان حکومت د مارچ د روانې میاشتې په دوهمه ورځ په دغه هیواد کې د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې د چمن – سپین بولدک دروازه وتړله.

خو وړمه ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان د سوداګرۍ لپاره د دغې لار د بیرته پرانیستلو امر ورکړ.

ښاغلي خان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي " د کرونا ویروس د نړیوالې وبا د خپریدو د ګواښ سره سره مونږ د خپلو افغان ورونو او خویندو سره د مرستې لپاره پوره اراده لرو او د هغوی سره په څنګ کې ولاړ یو. ما د چمن – سپین بولدک د سرحد د پرانیستلو او افغانستان ته د لاریو د داخلیدو اجازه ورکړې ده".

ښاغلي خان ویلي دي، چې بحراني وضعیت کې به هم د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

که څه هم چمن - سپین بولدک د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوی، خو د دواړو هیوادونو د خلکو د تګ راتګ پر مخ لا هم تړلی دی.

پاکستان د چمن – سپین بولدک سربیره د تورخم او د غلام خان لارې هم د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله تړلي دي.

افغان حکومت وايي چې د منځنۍ اسیا دریو هیوادونو څخه یې هم د اړتیا وړ توکو واردیدل په عادي بڼه دوام لري.

XS
SM
MD
LG