د لاس رسي وړ اتصالات

د سپین بولدک – چمن لاره بیرته پرانیستل شوه


.
.

د سپین بولدک – چمن لاره، چې درې ورځې دمخه د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د یوې جګړې وروسته تړل شوې وه، د یکشنبې په سهار بیرته پرانیستل شوه.

د طالبانو د کندهار ولایت د والي ویاند مولوي محمود اعظم امریکا غږ ته وویل، چې دا لاره د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ ( کب اتم) له غرمې وړاندې د هرډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

ښاغلي اعظم وویل: "فعلآ خو دروازه خلاصه شوه هم د مسافروو لپاره او هم د بار لرونکو موټرو او لاریو لپاره خلاصه ده. خو د اصلي موضوع په اړه بیا خبرې کیږي ان شاء الله".

هغه د نورو موضوعاتو په اړه چې پاکستاني اړخ سره به پرې خبرې وشي نور معلومات ورنکړل.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د دغې پیښې د تائید پر مهال د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي وو، چې په دې اړه به پلټنې وکړي چې ولې دا پیښه رامنځ ته شوه.

ښاغلي مجاهد لیکلي "‏موږ به په دې اړه بشپړه پلټنه وکړو چې دا پیښه ولې رامینځته شوې ده." ښاغلي مجاهد د جګړې د پیل تور هم په پاکستاني سرحدي ساتونکو اچولی و.

هغه لیکلي وو "د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني ساتونکو سره یوه محلي ستونزه پیښه شوې، متاسفانه چي لومړۍ ډزي د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي." پاکستاني سرحدي ځواکونو د دې پیښې په اړه ترلاسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سپین بولدک په ښارګوټي کې سوداګر او مسافر وايي چې لاره د دریو ورځو تړل کېدو وروسته پرانیستل شوې ده خو د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله دواړو خواو ته اوښتل ډیر ستونزمن شوي دي.

د سپین بولدک – چمن لاره د کندهار ولایت د پاکستان د بلوچستان ولایت سره نښلوي، چې د تورخم د سرحدي لارې وروسته د پاکستان کراچۍ بندر ته د افغانستان دوهمه لویه ترانزیتي لار ده.

هره ورځ په دې لار د ترانزیتي مالونو د لیږد سربیره په زرګونو مسافر او ناروغان د دغو دوو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG