د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په یوه کلیساه کې نهه تنه په ډزو وژل شوي


پولیس د بریدکوونکي د نیولو هڅې کوي
پولیس د بریدکوونکي د نیولو هڅې کوي

د امریکا د متحده ایالاتو د جنوبي کارولینا د ایالت د چارلستن ښار د تورپوستو په یوه تاریخي کلیساه کې د چارشنبې په ورځ د دعاییه مراسمو په ترڅ کې یو سپین پوستي ډزې وکړې او د مذهبي مشر په گډون نهه تنه یې ووژل.

مقاماتو دغه کار له تنفر څخه ډک جنایي عمل گڼلی دی. په وژل شویو کسانو کې شپږ ښځینه او درې نارینه شامل دي. د پولیسو مشر هم دغه عمل د کینې او تنفر زیږنده بولي.

پولیس وایي چې برید کوونکی یو سپین پوستی ځوان دی چې شل یا پنځه ویشت کلن به وي او د هغه د نیولو لپاره کوشش روان دی. پولیسو ددغه تورن بریدگر عکس خپور کړی او هغه چاته یې جازه ټاکلې چې معلومات یې ددې تورن د نیولو سبب شي.

د چارلستن د ښار د پولیسو رئیس گریگ مولن د پنجشنبې په سهار خبریالانو ته وویل چې اته تنه د پیښې په ځای کې وژل شوي او یو تن هم چې سخت ټپي شوی و په روغتون کې ساه ورکړې ده.

رپوټونه وایي چې د کلیسا کشیش کلیمنتا پنکنی، چې یو ایالتي وکیل هم دی د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

د چالستن د ښار ښاروال یوه بیساری تراژیدي گڼلې ده. هغه وویل چې پر یو جمعیت باندې ډزې چې دعاییه مراسمو ته راغلي وو، د نفرت زیږنده ده.

د جنوبي کارولینا والي نیکی هیلی، د پنجشنبې په سهار په یوه اعلامیه کې په پیښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت ویلو په ترڅ کې ویلي چې نه پوهیږي څه انگیزه ددې سبب کیږي چې یو تن دې کلیسا ته ننوځي او پر هغوی دې ډزې وکړي چې په عبادت بوخت دي.

پولیس وایي چې برید کوونکی ډیر خطرناک دی.

XS
SM
MD
LG