د لاس رسي وړ اتصالات

د مصنوعي ځېرکتیا روباټ ګټې او زیانونه

د ChatGPT په نوم د مصنوعي ځیرکتیا روباټ جوړېدو داسې اندېښنې راپارولي چې دا ډول روباټان کولای شي د انسانانو په څېر لیکنه وکړي. همدې اندېښنو ته په پام، د ChatGPT جوړوونکو د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) له داسې آلې پرده پورته کړه چې کولای شي د انسانانو او مصنوعي ځیرکتیا د روباټ په مټ د لیکل شويو متنونو توپیر وکړي.

دا آله په داسې حال کې جوړه شوې چې د متحده ایالاتو او نورې نړۍ د یو شمېر پوهنتونونو استادانو اندېښنه ښودلې چې محصلین د مصنوعي ځیرکتیا له تازه جوړ شوي سافټویر څخه د کورنۍ وظیفې په پوره کولو کې ناوړه استفاده کوي او همدارنګه په ازموینو کې نقل کولو ته امکانات برابروي.

په متحده ایالاتو کې د مصنوعي ځیرکتیا ددې روباټ جوړوونکي شرکت (OpenAI) د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د دوی نوې جوړه شوې اله کولای شي د "انسان په واسطه د لیکل شوي متن او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) روباټونو په مټ د لیکل شوي متن ترمنځ توپیر وکړي."

د OpenAI د مصنوعي ځیرکتیا روباټ (ChatGPT)، چې پدې وروستیو کې د مایکروسافټ شرکت ورته په میلیونونو ډالر بسپنه ورکړې، مسولین وايي، د دوی د نقل کشفولو آله چې له انټرنیټ څخه د اخیستل شوې ډاټا پر اساس پوښتنو ته ځواب وايي، له اشتباه خالي نده او په ځانګړي ډول د داسې متنونو په اړه اشتباه کولای شي چې اوږدوالی یې له ۱۰۰۰ تورو لږ وي.

د OpenAI اعلامیه وايي، په داسې حال کې چې په دقیق ډول د AI په مټ د لیکل شویو متنونو کشفول ناممکن دي، خو د دوی له خوا تازه جوړ شوی سافټ ویر تر یوې اندازې د هغو ادعاګانو مخنیوی کوي چې د AI په واسطه تولید شوی متن د انسان کار بولي.

دا شرکت وايي، تازه جوړه شوې آله یې په ځانګړي ډول د غلطو معلوماتو په کمپاینونو، په اکادمیک چاپیریال کې د نقل کولو او روباټ (chatbot) د انسان په توګه د معرفي کولو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د ماشینونو کارول په ګوته کولای شي.

په لومړي ځل یوه فرانسوي پوهنتون تیره اونۍ محصلین د کورنۍ وظیفې بشپړولو لپاره د ChatGPT له کارولو څخه منع کړل.

دې فرانسوي پوهنتون دا پریکړه د هغه خبر له خپرېدو وروسته کړې چې ChatGPT توانېدلی په متحده ایالاتو کې د حقوقو په یوه پوهنتون کې له اساسي قانون څخه نیولې تر مالیاتو پورې موضوعاتو په اړه پیچلې مقالې ولیکي او د فراغت آزموینه په بریالیتوب سره بشپړه کړي.

په نیویارک او یو شمېر نورو سیمو کې هم چارواکو په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د ChatGPT پر کارولو بندیز لګولی دی.

په استرالیا کې د پوهنتونونو یوې ټولنې ویلي د آزموینې د اخیستلو په طریقه کې ددې دپاره بندلون راولي چې د مصنوعي ځیرکتیا د سافټ ویرونو له لارې د نقل کولو مخنیوی وکړي.

د OpenAI شرکت وايي، د مصنوعي ځیرکتیا او انسان د لیکل شويو متنونو ترمنځ د توپیر معلوموونکې نوې آله یې تراوسه یوازې په انګلیسي ژبې کې کار کولای شي او په نورو ژبو کې ښه نتیجه نه ورکوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG