د لاس رسي وړ اتصالات

د شیکاګو غونډه پیل شوه- افغانستان یې مهمه مسله ده

د نړۍ د ۵۰ هیوادونو نه چارواکي نن د یکشنبې په ورځ د شیکاګو په ښار کې د ناټو د دوه ورځنۍ سرمشریزې غونډې دپاره راغونډ شوي دي او ددغه تړون پر راتلونکو موضوګانو باندي بحث کوي. ویل کېږي چې ولسمشر اوباما نن د غونډې په پیل کې لومړی د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

ویل کېږي چې په دې غونډه کې د افغانستان موضوع د اجنډا په سر کې ده. ددې غونډې کوربه توب د امریکا ولسمشر بارک اوباما کوي. ولسمشر اوباما د دې وړاندي د میرلیند په ایالت کې په کمپ ډیویډ کې د نړۍ د اتو بډایو هیوادونو د غونډې کوربه توب هم وکړ. په هغې غونډه کې هم د عرب پاڅون، د سوریې مسله، په نړۍ کې د انرژۍ او خوراکي موادو د امنیت د مسلو تر څنګ د افغانستان مسله مطرح شوه. ټاکل شوې وه چې هغه غونډه هم په شیکاګو کې پرانیستل شي خو وروسته یې موقیعت د مریلنډ ایالت ته بدل شو.

ناټو په پام کې لري چې په تدریجي ډول د افغانستان د مسولیت چارې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته وروسپاري او د ۱۳۰ زرو بهرنیو ځواکونو دپاره د وتلو لاره هواره کړي.

د ناټو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به پر هغو ۴ میلیاردو ډالرو باندي هم خبري وکړي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د روزلو او تمویل دپاره ورته اړتیا ده.

خو د ناټو د غړو ترمنځ چې ځيني یې د مالي ستونزو سره مخامخ دي د افغانستان د ماموریت نه د ملاتړ په هکله اندېښنې موجود دي. د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډې یو ځل بیا خپل پر پلان باندي تاکید وکړ چې د روان کال تر پایه پوري به د افغانستان څخه فرانسوي ځواکونو وباسي او پرځای به یې د افغانستان سره د نورو لارو نه مرسته وکړي.

د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن وویل چې پاکستان په دې پلانونو کې مهم رول لري او په همدغه دلیل یې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري دغې غونډې ته راوبلی. پاکستان روانه اونۍ پر دې هوکړه وکړه چې د ناټو د اکمالاتي کاروانو پر وړاندې به د تورخم لاره بیرته پرانیزي. اسلام آباد دغه لاره پروسږ کال وروسته له هغه نه وتړله چې د امریکا په مشري په هوايي بمبارۍ کې یې ۲۴ عسکر ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې په شیکاګو کې د ناټو د دوه ورځنی سرمشریزې غونډې دپاره ټینګ ترتیبات نیول شوي دي او تمه کېږي چې په زرګونو مظاهره کونکي به په ښار کې لاریون وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG