د لاس رسي وړ اتصالات

کالیفورنیا کې د یو ماشوم په ګډون څلور تنه په ډزو کې وژل شوي


د امریکا د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار جنوب ختیځ کې د اورنج کاونټي په اورنج ښار کې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه سوداګریزه ودانۍ کې ډزې شوي چې د یو ماشوم په ګډون څلور تنه په کې وژل شوي دي.

د اورنج کاونټۍ د پولیسو رئیسې جنیفر امت، وویل کله چې پولیس د پیښې ځای ته ورسیدل ډزې روانې وې، پولیس منصبدارانو هم ډزې وکړې. بریدګر سخت ټپي او روغتون ته انتقال شوی. د اورنج کاونټي د اورنج ښار دغه تاوتریخوالی په تیرو دوو اونیو کې په امریکا کې د ډله ییزو ډزو درېیمه پیښه ده.

دا لا څرګنده نده چې بریدګر د پولیسو په ډزو کې لګیدلی او که پخپله یې ځان ویشتلی دی. پولیسو د قربانیانو په اړه نور جزییات ندي څرګند کړي او یواځې دومره یې ویلي چې په وژل شویو کې یو ماشوم شامل دی او یوه ښځه سخته ټپي شوې ده.

د کالیفورنیا ایالت والي ګاوین نیوزوم په خپل ټویټر دغه وژنې «وحشتناکې او زړه ماتوونکې» بللې دي: «زمونږ زړونه د هغو کورنیو سره دي چې د نن شپې په دغه غمیزه کې متاثر شوي دي.»

د پیښې له ځایه په ژوندۍ بڼه په فیسبوک باندې د سیمې د یو اوسیدونکي له خوا یوه خپره شوې ویدیو ښيي چې پولیس یو بیهوشه کس له ودانۍ یو بل کس سره مرسته کوي.

د اورنج کاونټۍ پدغه سوداګریزه ودانۍ کې دغه ډله ییزې ډزې د کلورادو ایالت د بولډر سیمې په سوپر مارکیټ کې د تیرې اونۍ د ډزو وروسته دوهمه پیښه ده. د کلورادو په پیښه کې ۱۰تنه وژل شوي وو. همداشان د هغې څخه یوه اونۍ مخکې د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې پر یو سالون باندې په ډزو کې اته تنه ووژل شول چې شپږ تنه یې اسیایي نژاده امریکایي میرمنې وې.

XS
SM
MD
LG