د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ضد ارزګانی ماشوم ووژل شو


وسله والو طالبانو د وصیل خان پلار هم وژلی و.
وسله والو طالبانو د وصیل خان پلار هم وژلی و.

د ارزګان د پولیسو مشر رحیم الله خان وايي چې، وصیل احمد د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ښونځي ته په لار د وسله والو په ډزو ووژل شو. اورپکو هغه خپل کور ته نژدې وواژه.

د امنیې قومندان په وینا دغه لس کلن ماشوم څو وارې له خپل اکا سره اوږه په اوږه د طالبانو سره جنګېدلی او طالبانو يې تښتولي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ځینې تصویرونه هم خپاره شوي وو چې نظامي جامې یې پرتن وې او وسله یې هم په لاس کې وه.

د وصیل اکا د طالبانو یو پخوانی قومندان و چې له حکومت سره یوځای شو او بیا د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان وټاکل شو.

وصیل چا وواژه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د لس کلن وصیل احمد پر وژنې، د هغه کورنۍ، افغان حکومت او وسله وال طالبان ګرم بولي.

د کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار وايي چې سیمه ییزو پولیسو له طالبانو سره له یوې بریالۍ جګړې وروسته وصیل احمد ته د اتل لقب ورکړ چې په لوی لاس یې د خلکو پام ور واړوه. په هغې جګړې ګې طالبانو د وصیل احمد پلار وژلی و.

ښاغلي بیدار وویل " ښايي هغه د خپل پلار د غچ اخیستلو لپاره وسله اخیستې وي، خو پولیسو له هغه یو اتل جوړ کړ، هویت یې افشا کړ او په خاص ډول ترهګرو ته یې وروښود. یوې خوا ویل چې هغه اتل او مشهوره کړی بلې خوا ویل چې ويې وژنې، دواړو خواو قانون له پامه وغورځوه."

ماشوم جنګیالي/ اورپکي

په افغانستان کې په جګړو کې د کوچنیانو او کم عمره ځوانانو جنګول ناقانونه بلل کیږي، خو د نړیوال ماشوم سرتېري سازمان وايي چې په افغانستان کې د جګړې دواړه خواوې کم عمره ځوانان په جنګونو کې کاروي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وصیل خان په وژنې، د هغه کورنۍ، افغان حکومت او طالبان ګرم بللي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وصیل خان په وژنې، د هغه کورنۍ، افغان حکومت او طالبان ګرم بللي دي.

د دغې لندن مېشتې ډلې د ۲۰۱۵ د جون د میاشتې په راپور کې ویل شوي چې افغان سیمه ییز پولیس ماشومان خپلو لیکو کې جذبوي چې ښايي دغه کم عمره ځوانان د بي وزلې له کبله دغه کار ته زړه ښه کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د تېرکال د مۍ په میاشتې کې د ترینګوټ د سیمه ییزو پولیسو په نیمايي پوستو کې " تر ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان وو. "

راپور وايي " دغو تنګیو ځوانانو ټول هغه کارونه کول چې باید یې یو پولیس وکړي چې د پوستو د امنیت ساتل او جنګېدل په کې شامل دي. "

د ماشوم سرتېري نړیوال سازمان وايي شک کیږي چې په کونړ، لوګر او زابل ولایتونو کې د سیمه ییزو پولیسو لسمه برخه ماشومان وي، دغه سازمان وايي سره له دې چې کومه ځانګړې شمېره نلري، خو شاید په جنوبي ولایتونو او هغو سیمو کې چې طالبان ډېر واکمن دي، کم عمره جګړه ماران لا زیات وي.

همدغه راز په راپور کې طالبان تورن شوي چې ماشومان د جاسوسانو په توګه کاروي او ځانمرګي بریدونه پرې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وار وار د یو شمېر مشکوکو نیول شویو کسانو ویډیوګانې خپرې کړي چې په کې کم عمرځوانان اعتراف کوي چې د طالبانو له لوري ځانمرګو بریدونو او نورو ورانکاریو ته روزل شوي او استول شوي وو.

سره له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني تېرکال د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو ګمارل او جذبول جرم اعلان کړ او د مخنیوي امر یې وکړ، خو داسې ښکاري چې هم حکومت تراوسه د دغه کار په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

سرچینه: اسوشیټيډ پریس

XS
SM
MD
LG