د لاس رسي وړ اتصالات

جگړو ماشومان ترنورو ډېر ځپلي دي


سوریايی ماشومان له هوايي بمباریو نه وروسته ؛ یو کور چی هغوی پکی زده کړه کوله بمباریو وران کړ؛ د جون ١۴ مه ٢٠١٧ م کال
سوریايی ماشومان له هوايي بمباریو نه وروسته ؛ یو کور چی هغوی پکی زده کړه کوله بمباریو وران کړ؛ د جون ١۴ مه ٢٠١٧ م کال

د بوسنیا په پایتخت سرایو کې د ماشومتوب د جګړو موزیم ښايي د نړۍ یوازینی موزیم وي چې په جګړو کې د لویو شویو ماشومانو ژوند ته پام کوي. دغه موزیم د سپتمبر د میاشتې په سر کې په واشنګټن کې یو لنډ مهال نندارتون پرانستلی دی.

د ماشومتوب د جګړو موزیم یا نندارتون د هغو ماشومانو شیان، اسناد او قصې ښيي چې د جګړو په موده کې لوی شوي دي. د هغوی له جملې څخه یوه ملینا سلیمبیګوویچ ده چې امریکا ته یوازې له خپلو کالیو سره راغلې ده.

ملینا سلیمبیګوویچ بوسنیايي مهاجره وايي مونږ په ۱۹۹۳ کې دلته راغلي یو. زه به تل هغه کمپله له ځان سره کلکه وساتم چې ماته ډیره ګرانه ده او له ځان سره مې راوړې ده. زه له یوې پلاستیکي کڅوړې، یوې کمپلې او د لوبو له هغې خیرنې یږې سره دلته راغلم چې لور ته مې ورکړې ده. دغه شیان زما لپاره ډیر ارزښت لري.

دغه موزیم جګړه ځپلو خلکو ته ددې فرصت برابروي چې له نړۍ سره خپلې قصې شریکې کړي.

جگړې او ماشومان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

وای لان د جارج واشنګټن پوهنتون زده کوونکې وايي: د لومړي ځل لپاره مې د هغو ماشومانو په اړه واوریدل چې له دغې جګړې څخه ژوندي راوتلي دي. دا زما لپاره ډیره جالبه وه.

ایلانا اوسرد جارج واشنګټن پوهنتون زده کوونکې وايي: مونږ د جګړو منفي شیانو په اړه خبرې اورو اوپه واقعیت کې د ماشومانو د قصو په اړه ډیر څه نه آورو. دغه نندارتون په رښتیا د هیلو، استقامت او بقا سرګذشت وړاندې کوي.

پالي بوداک چې د کمبوډیا د ډله ییزې وژنې څخه تښتدیلې ده یوه ستره کورنې درلوده، خو یوازې د هغې په شمول د کورنۍ یوازې څلور غړي یې ژوندي پاتې شول.

جګړه ځپلې پالي بوداک وايي: ما له خپل ځان سره د خپل سرګزشت یو رپورټ راوړی دی. دا مهمه وه چې دلته یې له ټولو سره شریک کړم څو خلک په جګړه کې د ماشومانو له حالت څخه خبر شي. زه پنځه کلنه وم چې د کمبوډیا له جګړې څخه روغه راووتم.

ددغه موزیم بنسټ ایښودونکی غواړي چې د امریکا له نورو موزیمونو سره په ګډ کار وکړي څو دلته دایمي شتون ولري.

یاسمینکو خلیلوویچ ، د ماشومتوب د جګړو د موزیم بنسټ ایښودونکی وايي: زه فکر کوم چې دغه نندارتون به په امریکا کې زمونږ د شتون د زیاتولو لپاره زمینه برابره کړي. په هرځای کې خلک ددغې پروژې اهمیت مني او وايي چې یوازې تر بوسنیا پورې محدوده نه وي.

بوسنیايي مهاجره ملینا سلیمبیګوویچ وايي: خلک ښايي د لیکل شویو ټکو له لارې زمونږاحساسات درک نه کړي، خو هغوی چپلک او د لوبو شیان لیدلی شي. یوه مور هغوی ته ویلی شي چې جګړه ماشومان هم ځپ؟ مونږ باید پوه شو او جګړه بنده کړو.

د جګړو څخه ژوندي راوتلي کسان وايي مهمه داده چې ماشومان د جګړو له ناخولو څخه باید خوندي شي.

XS
SM
MD
LG