د لاس رسي وړ اتصالات

چین د نړۍ تر ټولو ستره ’ذوالحیاتین‘ الوتکه جوړه کړې  


چین د یکشنبې په ورځ د نړۍ د تر ټولو سترې ذالحیاتین الوتکې بریالی الوتنه ترسره کړه. د AG600 الوتکې ته پدې خاطر ذوالحیاتین ویل کیږي چې هم پر اوبو او هم پر هوايي ډګر ناسته او پرواز کولې شي.

دغه الوتکه شاوخوا ۵۳ ټنه بار او ۵۰ سورلې لیږدولی شي. په یوه ساعت کې د دې الوتکې سرعت تر ۵۷۰ کیلومټر پورې رسیدلاې شي.

د AG600 بله ځانګړنه دا ده چې په شلو ثانیو کې له سمندر نه ۱۲ متریک ټن اوبه رااخیستلاې شي چې د ځنګلونو د اور وژنې لپاره یې وکاروي. دغه الوتکه په اصل کې ۳۷۰ متریک ټن اوبه لیږدولې شي.

یوه چیني شرکت دغه الوتکه په اتو کالو کې جوړه کړې او ویل کیږي چې چین به یې د ملکي‌ او پوځي چارو لپاره وکاروي.‌

چین له ویتنام، مالیزیا، فلپین، ټایوان او برونای سره د پاسفیک سمندر د سویليزې برخې پر اوبو لانجه لري او ویل کیږي چې له AG600 نه به د دغې لانجې په لړ کې د ځان په ګټه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG