د لاس رسي وړ اتصالات

چین افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره په انعام ورکولو تورن شو


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ پدې وروستیو کې نه تائید شوي استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې څرګندوي چین "غیر دولتي عمالو" ته پیسې وړاندیز کړي تر څو په افغانستان کې پر میشتو امریکایي سرتیرو بریدونه وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت یو لوړپوړي مقام چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۱) د امریکا غږ سره په تماس کې ددغو استحباراتي اطلاعاتو جزییات چې لومړی د اکسیوس خبري ویبپاڼې خپاره کړي و، تائید کړل.

د اکسیوس د رپوټ له مخې "دغه استخباراتي اطلاعات په هغو رپوټونو کې شامل وو چې د دسمبر په ۱۷ جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته وړاندې شوي وو او همداشان د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم په شفاهي توګه ښاغلي ټرمپ ته پدې هکله رپوټ ورکړی و."

همداشان امریکایي مقاماتو ته امر شوی دی تر څو دغه استخباراتي موندنې ثابتې کړي؛ هغه اقدام چې په څرګنده به د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ کړکیچ زیات کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وانګ ونبین، د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۳۱ په یو خبري کنفرانس کې پدې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "دا د جعلي خبر پرته بل څه ندي چې هدف یې د چین بدنامه کول دي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ددغو تورونو هدف "د چین د انځور خرابول" او د دواړو هیوادونو د اړیکو خرابول دي. هغه ټینګار وکړ چې هیڅکله یې د نورو پر وړاندې جګړه نده پیل کړې او نه هم یې غیر دولتي عمالو ته پیسې ورکړي دي چې په نورو هیوادونو باندې بریدونه وکړي.

ښاغلي وانګ وویل چې چین د افغانستان په منازعو کې ندی ښکیل شوی او د امریکا د متحده ایالاتو په نوښت د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي. هغه کوم هیواد ته له اشارې پرته وویل: "نړیوالې ټولنېمنصفانه نتیجه ګیري کړې ده چې څوک خپل عضلات قبض کوي، نیابتي جړګه یې په لاره اچولې او ستونزو ته لمن وهي چې د سیمې د ثبات او سولې د اخلال کولو سبب کیږي."

تر اوسه روښانه نده چې آیا د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره د "چین د انعام" په هکله د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایدن، ته هم رپوټ ورکړل شوی او که نه.

د سي ان ان خبري شبکې د جو بایدن د نتقالي ټیم د یو مقام له خولې رپوټ ورکړی چې ویلي یې دي: "زمونږ ټیم څومره چې توان لري هڅه کوي تر څو ددغو ادعاو په هکله د [ټرمپ] له حکومت څخه واوري او دا یو بل مثال دی چې مونږ ولې اړتیا لرو چې د د دفاع وزارت په ګډون کامله همکاري ولرو."

د چین او د امریکا اړیکې پدې وروستیو کې د تجارتي، کروناویروس وبا، د فکري مالکیت د حق، د اقلیتونو په ځانګړې توګه د ایغور مسلمانانو په وړاندې د بیجینګ بد چلند، په چین کې د بشري حقونو نه سرغړونې او په هانګ کانګ کې د چین استبدادي کړنو په وجه کړکیچنې شوې دي.

تر اوسه روښانه نده چې دغه "غیر دولتي عمال" چې چین ورته د پیسو د انعام وړاندیز کړی کومه ډله ده. خو د روان کال د فبرورۍ تر میاشتې پورې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې توافق لاس لیک شو طالبانو په افغانستان کې پر میشتو امریکایي ځواکونو تر ټولو زیات بریدونه کړي دي.

څو میاشتې مخکې امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی و چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعام ورکړی دی، خو جمهور رئیس ټرمپ دغه رپوټ جعلي وګاڼه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جون د میاشتې په وروستیو کې د امریکا د استخباراتي مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی و چې طالبانو ته د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر د روسیې د انعام په هکله معلومات د فبرورۍ په پای کې جمهور رئیس ټرمپ ته ورکړل شوي وو.

ددې خبر له خپریدو څخه څو اونۍ وروسته جمهور رئیس ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې که ثابته شي چې نورو هیوادونو په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره انعام ورکړی وي، له هغوی څخه به غچ واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG