د لاس رسي وړ اتصالات

آیا روسیې د امریکايي عسکرو وژلو لپاره طالبانو ته پېسې ورکړې؟


راپور وايي چې روسیې د طالبانو اړوندې د ترهګرو یوې ځانګړې قطعې ته دا پېسې ورکولې
راپور وايي چې روسیې د طالبانو اړوندې د ترهګرو یوې ځانګړې قطعې ته دا پېسې ورکولې

د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادارو موندلې چې د روسیې یوې څانګې د طالبانو اړوندو ترهګرو ته پېسې او جایزې ورکولې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف سرتېري ووژني.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ جون۲۶ ناوخته دا راپور خپور کړ. راپور وايي چې دغو پېسو او جایزو به ترهګر هڅول چې په افغانستان کې په بهرنیو سرتېرو بریدونه وکړي.

په راپور کې د امریکا د ځینو چارواکو له خولې دا معلومات خپاره شوي‌ دي‌ خو د چارواکو نومونه اخیستل شوي نه دي.

وایي ولسمشر ټرمپ له دغې مسئلې څخه د مارچ په میاشت کې خبر شوی دی خو لا یې پرېکړه نه ده کړې چې ځواب ووايي که نه؟ په دې اړه امریکايي چارواکو لا کوم رسمي غبرګون هم نه دی ښودلی.

ویل کیږي چې د طالبانو اړوندو ترهګرو له دې لارې ډېرې پېسې ترلاسه کړي‌ خو دا معلومه نه ده چې آیا دا پېسې په ځانګړې توګه د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره ورکول کېدې که نه.

نیویارک ټایمز د کرملین د یو ویاند له خولې لیکلي‌ دي چې د دغو ادعاګانو په اړه خبر نه دي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې دا ادعا رد کړې ده چې ګنې دوی له روسیې څخه د امریکایانو او ایتلاف د عسکرو د وژلو لپاره پېسې اخیستې وې.

دا راپور داسې مهال مخې ته راځي چې امریکايي چارواکو په وار وار روسیه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ننګه او هغوی ته په وسلو ورکولو تورنه کړې ده.

نیویارک ټایمز وايي په دې اړه څو نظرونه شته چې ولې روسیه په افغانستان کې د طالبانو ننګه کوي.

یو نظر دا دی چې روسیه غواړي امریکا په افغانستان کې ماتې وخوري. دویم نظر دا دی چې روسیه له امریکا څخه د سوریې غچ په افغانستان کې اخلي. وايي امریکا په سوریه کې د روسیيې جنګیالي وژلي دي. هلته مسکو د بشارالاسد د حکومت ننګه کوي او امریکا د داعش خلاف جنګیالیو تر څنګ ولاړه وه.

دا په داسې حال کې دي چې امریکا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستلو پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې له طالبانو سره په تړون کې شوې ده.

تړون کې راغلي چې که ټول شرایط عملي شي شاید په ۱۸ میاشتو کې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي.

XS
SM
MD
LG