د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت وغځوه


افغانستان کې د یوناما ماموریت یو بل کال هم وغځېده
افغانستان کې د یوناما ماموریت یو بل کال هم وغځېده

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره خپل ماموریت نور هم وغځوه.

د ملګرو ملتونو د سه شنبې د ورځې (سپتمبر۱۷) په پرېکړه کې په افغانستان د یوناما ماموریت د ۲۰۲۰ د سپتمبر تر ۱۷ نېټې وغځول شو.

ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د سولې ثبات په برخه کې د یومانا رول مهم ګڼلی دی. همدغه راز ټېنګار یې کړی دی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې او د سیاسي جوړ جوړجاړي ننګه او حمایت کوي.

پرون دوشنبه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړي په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په پریکړه لیک موافقې ته نه وو رسېدلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت د غځولو د سند پر متن د امریکا، چین او روسیې ترمنځ د نظر ژور اختلاف و.

چین په سند کې د "یو کمربند او یوې لارې" د پروژې د لیکلو غوښتنه کوي خو امریکا ورسره دا خبره نه مني.

چین غواړي چې په دغه پروګرام کې د هغه د یو ټریلیون ډالرو پروژه ورګډه کړي، خو امریکا ورته ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسي ماموریت کې ددغې پروژې ورګډول ضروري نه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شپږ میاشتینی سیاسي ماموریت نن سه شنبه پای ته رسېده چې وغځول شو.

اسوشیتد پرس اژانس وایي دا په تیرو شپږو میاشتو کې دوهم وار دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د ماموریت د غځیدو په پریکړه لیک کې د "یو کمربند او یوې لارې" د سترې پروژې د نوښت د تذکر پر سر ناندرۍ راپورته کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت په هرو شپږو میاشتو کې د تمدیدو لپاره پرې بیا کتنه کیږي، خو په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلنو کې دا ماموریت د یو یو کال لپاره وغځید.

د مارچ په میاشت کې د دغه ماموریت د غځیدو پر سر د خبرو پر وخت په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرسیتال سفیر جوناتن کوهن، اعتراض کړی و چې پيکینګ پر دې باندې ټینګار لري چې دغه پریکړه لیک "د افغانستان د خلکو پر ځای د چین ملي پالیسۍ د لومړیتوب په توګه وګرځي".

خو په ملگرو ملتونو کې د چین مرستیال سفیر هایتاو، هغه وخت له دغو څرګندونو سره خپل مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې د "یو کمربند او یو یوې لارې" ابتکار "د افغانستان د بیا رغاونې او اقتصادې ودې سبب کیږي".

د همدغه اختلاف له کبله په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه ساده متن له مخې د یوه کال پر ځای د شپږو میاشتو له پاره وغځول شو.

XS
SM
MD
LG