د لاس رسي وړ اتصالات

چین له امریکا ۳۰۰ الوتکې رانیسي


د چین د سینهوا د خبري آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې بوئینگ په چین کې یوه فابریکه هم جوړوي.
د چین د سینهوا د خبري آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې بوئینگ په چین کې یوه فابریکه هم جوړوي.

د بوئینگ کمپنۍ اعلان کړی چې چینایي کمپنیو موافقه کړې چې ٣٠٠جیټ بوئینگ الوتکې به رانیسي چې ټوله بیه به یې تقریبا ٣٥ ملیارډ ډالره وي.

د دغه بې ساري فرمایش اعلان په داسې حال کې وشو چې د چین جمهوررئیس شي ژین پینگ د واشنگټن د ایالت د سیاټل د ښار په شمال کې د ایوریټ په فابریکه کې د بوئینگ د شرکت تقریبا ٦٠٠ کارگرانو ته وینا وکړه.

په دې معامله کې چې مخکې یې لا د چین د سینهوا د خبري آژانس له خوا رپوټ ورکړه شوی و، د امریکا د دغې سترې کمپنۍ نه غوښتل شوي دي چې په چین کې یوه فابریکه هم جوړه کړي.

شي د امریکا د متحده ایالاتو او چین تر منځ د اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې د آگسټ د میاشت را پدېخوا ٦٥زره امریکایي تجارتي مؤسسې په چین کې په فعالیت بوختي دي چې د تقریبا ٧٦ ملیارډ ډالرو پانگې یې اچولې دي، او په متحده ایالاتو کې هم د چین پانگې اچونې زیاتې شوې دي.

هغه وویل چې دا اوس تقریبا ١٦٠٠ چینایي کمپنۍ په ۴۴ ایالتونو کې په کار بوختي دي او په هغوی کې ٨٠ زره تنو ته کارونه پیدا شوي دي.

د بوئینگ، مایکروسافت، ستاربکس، امازون، ایپل، اي بم ایم، جنرال موټورز او د نورو شرکتونو مشران د چین د جمهور رئیس د خبرو په مهال حاضر وو. په خپلو خبرو کې د چین جمهور رئیس وویل چې د چین اقتصاد ښه دی او د ډیرې ودې قابلیت لري.

د چین جمهور رئیس به بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړي چې پکښې د انټرنیټي غلاوو موضوع هم شامله وه.

ښاغلي شي وویل چې د «چین حکومت به[پر انټرنیټ] هیڅ ډول تجارتي غلا و نه کړي او نه به هم د چا لخوا د دغسو هڅو ملاتړ وکړي.»

امریکايي چارواکو تورونه لګولي دي چې چین انټرنیټي جاسوسي کوي او دغه د امریکا او چین په روابطو باندې خراب اثر کولای شي.

XS
SM
MD
LG