د لاس رسي وړ اتصالات

چین د یو اولاد لرلو تګلاره پریښوده


چین د یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونو وگړو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو گڼ نفوسه هیواد دی.
چین د یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونو وگړو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو گڼ نفوسه هیواد دی.

د چین د کمونیست گوند اعلان وکړ چې له دې وروسته چینایي پلرونه او میندې کولای شي دوه اولادونه ولري. په دې پریکړې سره د چین د یو اولاد لرلو قانون چې درې لسیزې نافذ و، له مینځه ولاړ.

په چین کې د نفوس د کنترول تاریخچه:

په چین کې د نفوس د کنترول تاریخچه:

۱۹۵۳: چیني مشرانو د جنین د سقط او د اولاد د مخنیوي په اړه یې یو قانون تصویب کړ، خو د ١٩٥٩ -١٩٦١ کلونو سیاسي پیچلي حالت او قحطۍ دغه قانون وځنډاوه.

۱۹۷۰: د چین نفوس د ۸۰۰ میلیونو تنو څخه واوښت. چین امر وکړ چې د ١٩٧٠ لسیزې د وروستیو پورې د هیواد نفوس باید راکم شي.

۱۹۷۵: چین د هیواد خلک وهڅول چې ښاري میندې او پلرونه له دوو اولادونو او د کلیو خلک له دریو څخه زیات ونه زیږوي.

۱۹۷۹: د چین کمونیست گوند د یواځې یو اولاد د لرلو تگلاره اعلان کړه.

۱۹۸۴: په تگلاره کې په بدلون سره اکثرو کلیوالي کورنیو ته د دویم اولاد لرلو اجازه وکړل شوه.

۲۰۰۱: د چین حکومت د زیږیدونو د قانون د ښه پلي کولو لپاره نوي اقدامات وکړل د دوهم ماشوم په زیږولو جریمه ولگول شوه.

۲۰۰۶: د چین په یو شمیر ولایتونو کې محدودیتونه یو څه راکم کړای شول او هغو کورنیو ته د دوهم ماشوم د لرلو اجازه ورکړل شوه پلرونه او میندې یې د خپلو کورنیو یواځني اولادونه وو.

۲۰۱۳: د دوو اولادونو د لرلو استثنا هغو کورنیو ته چې پلار یا مور یې د خپلې کورنۍ یواځنی ماشوم و، ومنل شوه.

۲۰۱۵: چین ټولو میندو او پلرونو ته د دوه اولادونو د لرلو اجازه ورکړه خو د زمان محدوده یې ورته وټاکله.

په ١٩٧٥ کې د چین حکومت د " په ځنډ، اوږده موده او په کمه کچه" تر شعار لاندې د هغه هیواد خلک دې ته وهڅول چې ښاري میندې او پلرونه له دوو اولادونو او د کلیو خلک له دریو څخه زیات ونه زیږوي.

د کلونو په اوږدو کې په دې سخت دریځه تصمیم کې د یو لړ آسانیتاو له رامنځ ته کولو وروسته اوس د چین حکومت کورنیو ته د دوه اولاد لرلو اجازه ورکړه.

دغه تصمیم د کورنیو د کنترول په پالیسیو کې یو مهمه آسانتیا ده چې د چین اکثرو گوندونو هغه سخت دریځ گاڼه که څه هم چې په دې وروستیو کلونو کې په کې څو ځلې یو څه آسانتیاوی رامنځ ته شوې وې.

د یو اولاد څخه د زیاتو ماشومانو په لرلو باندې بندیز په چین کې د جنسیت ستر توپیر رامنځ ته کړ، ځکه د هغه هیواد خلک په عنعنوي توگه د ځوی لرلو ته لومړیتوب ورکوي چې په ډیرو مواردو کې دا کار په جنین کې د ښځینه ماشوم په څرگندیدو سره په اجباري توگه د جنین د سقط سبب کیده.

د چین دولتي اژانس سینهوا د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې وینا خپره کړه چې له مخې یې والدین کولای شي دوه ماشومان ولري چې په دې سره نفوس متوازنه وده وکړي او د هیواد د وگړو د زړښت ستونزه هم حل شي.

اوس باید دغه نوی قانون د چین د لوړ پوړو قانون جوړونکو له لورې منظور شي چې په حقیقت کې یو تشریفاتي پړاو دی. خو تر اوسه څرگنده نه ده چې دغه نوی قانون له کوم تاریخ څخه د اجرا وړ دی.

په زیږیدنو کې دغه منځ ته راغلې آسانتیا کیدای شي سمدستي د نفوس د زیاتوالي سبب نه شي ځکه ویل کیږي چې په چین کې د حمل اخیستنې کچه راټیټه شوې ده. مخکینۍ آسانیتاوی له هغه څه څخه چې اټکل یې کیده په کمه کچه د نفوس د ودې سبب شوي وې.

چین د یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونو وگړو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو گڼ نفوسه هیواد دی. په دې هیواد کې د ۱۹۷۹ کال راهیسې د زیږد د کنترول سخت قوانین پلي کیدل.

XS
SM
MD
LG