د لاس رسي وړ اتصالات

چین د کشمیر په اړه د پاکستان-هند پر کړکیچ اندېښمن دی


چین: د هر هغه یو اړخیز عمل مخالفت کوو چې حالات لا نور پېچلي کوي.
چین: د هر هغه یو اړخیز عمل مخالفت کوو چې حالات لا نور پېچلي کوي.

چین پر هند او پاکستان غږ کړی چې د کشمیر لانجه دې په سوله ایزه توگه حل کړي.

د هند او چین لوړپوړي دیپلوماتان په داسې حال کې په بیجینگ کې خبرې کوي چې د نوې ډهلي له خوا د کشمیر د نیمه خودمختارۍ د حیثتیت د بدلیدلو په سر د پاکستان او هند ترمنځ ترینگلتیا په زیاتیدو ده.

چین هم په دغه سیمه کې د یوې برخې د مالکیت ادعا کوي.

د چین د دولتي تلویزیون (سي سي ټي وي) د راپور په اساس د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ هي د هند د بهرنیو چارو د وزیر سب رحمانیم جې شنکر سره په ملاقات کې د کشمیر د کشالې په سر د هند او پاکستان ترمنځ د ترینگلتیا د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده.

ښاغلي وینگ ویلي هیله لري چې هند د سیمې په سولې او ثبات کې مهم رول ولوبوي.

د چینایني رسنیو له قوله د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ویلي چې هند به د سولې د تامین په اړه له چین سره د رایو توافق ته غاړه ږدي و د چین سره په ګډه د مشورې له لارې د سرحدي مسلې د حل لپاره کار ته به دوام ورکړي.

چین او هند په ١٩٦٢ کال کې د لانجمنو سرحدي سیمو په سره جگړه وکړه او په ٢٠١٧ کال کې د دوی وسله وال ځواکونه په ګاونډي هیواد بوټان کې یو ځل بیا سره مخامخ شول.

چین د هندوستان په شمال ختیځ کې د شاوخوا نوي زره مربع کیلومټره ساحې د مالکیت ادعا لري. خو هند وايي چین د همالیه په لویدیځ کې د لداخ په شمول د اته دریش زره مربع کیلو متره خاوره لاندې کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي د کشمیر په اړه یې د امنیت د شورا ټول غړي ملاتړ نه کوي.

قریشي چې د دوشنبې په ورځ (اگست ١٢) د پاکستاني کشمیر په مرکز مظفراباد ښار کې د اختر له لمانځه وروسته خبریالانو ته خبرې کولې د لومړي ځل لپاره د پاکستان ډپلوماتیکو مجبوریو ته یې په اشارې وویل چې ډېر خوشباوره مه اوسیږئ.

بل‌ خوا د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې 'ای اېس پي ار' په خپله وېب ‌پاڼه لیکلي چې د پوځ مشر قمر جاوید باجوه د دوشنبې په ورځ له کنټرول کرښې سره نږدې باغ سېکټر ته تللی و او هلته‌ یې ویلي چې د پاکستان حکومت د کشمیر مسئلې ختمولو لپاره زیاتې هڅې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG