د چین د سمندري ځواکونو قوماندان سون جیانگو د یکشنبې په ورځ په سینگاپور کې یوې امنیتي غونډې ته په وینا کې وویل چې د چین په جنوبي سمندرگي کې ساختماني کار مشروع، عادلانه او معقول دی او د دې پروژې هدف نړیوالو عامو خلکو ته د خدماتو برابرول دي.
ښاغلي سن چې د چین د لوی درستیز مرستیال وویل چې د چین د جنوبي سمندرگي کې د چین له خوا د ملکیت په ادعا کې او نه هم د دې شخړې په سوله ایزه حل کې د چین په دریځ کې هیځ ډول بدلون ندی راغلی.
د سینگاپور په امنیتي غونډې کې د چین د سمندري ځواکونو قوماندان د ځینو پوځي افسرانو، دیپلوماتانو، خبریالانو او پوهانو له خوا تر پوښتنو سره مخامخ شو خو هغه له خپلې لیکل شوې وینا نه خبرې کولې او نور جزئیات یې ورنکړ.
د اسیا لپاره د نړیوالو څیړنو د مرکز څخه جگپوړي څیړونکي بوني گلسر امریکا غږ ته وویل "زما په اند د خط له مخې پوښتنو ته ځواب ورکول دا مانا لري چې هغه په تالار کې د نړیوالې ټولنې غړو اندیښنو پروا نلري.
ښاغلي گلسیر زیاته کړه چې د ادمیرال سون له خوا پوښتنو ته ځواب نه ورکول د اندیښنو کچه زیاتوي او خلک دې نتیجې ته رسیږي چې چین غواړي هغې لانجمنې جزیرې پوځي کړي چې ورباندې ساختماني کار یې پیل کړی دی.
مرجاني غونډې او د ابو د ملیکت ادعا
د ښاغلي سون د څرگندونو نه یوه ورځ مخکې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشټن کارتر بیجینگ، د چین د جنوبي سمندرگي په لانجمنه سیمه کې په چټکی سره د مځکې د ملکیت ادعاو باندې ملامت کړ چې په وینا یې چین د نړیوالو قوانینو اخوا گام ایښی دی. ښاغلي کارتر وویل دا اقدامات کیدای شي د محاسباتي تیروتنې او شخړې تهدید نور هم زیات کړي.
ښاغلي کارتر یادونه وکړه چې چین د څه دپاسه ٨٠٠ ایکتاره مځکې د ملکیت ادعا کړې ده چې په مجموع کې د ټولو هیوادونو د ملکیت نه ډیره ده چې په تیرو اتلسو میاشتو کې یې ادعا کړې ده.
د چین د سمندري ځواکونو قوماندان همدارنگه د متحده ایالاتو د دفاع وزیر هغه اعلان باندې کلکه تبصره وکړه چې امریکا به د چین د لانجمنو جزیزو، په سمندر کې د مرجاني غونډیو او اوبو کې ٢٢ کیلومتره لرې د چین ادعا په رسمیت ونپیژني.
ښاغلي سون داسې وویل "د چین په جنوبي سمندرگي کې د هوایي دفاع په برخه کې خبره دې پورې اړه لري چې ایا زمونږ امنیت به په هوا او اوبو کې د گواښ سره مخامخ وي که نه؟ او د گواښ کچه به څومره وي. له هغه وروسته به ټول اړخونه په پام کې ونیول شي. د چین د جنوبي سمندرگي کې حالات په مجموعي ډول باثباته او سوله ئیز دي."
د اروپایي اتحادیې د بهرني پالیسي مشرې فیډیریکا موگیریني هم د یکشنې په ورځ په سینگاپور کې د امنیتي غونډې په ترڅ کې وویل چې اسیایي هیوادونه باید دې شخړې ته د حل سوله ئیزه لاره پیدا کړي او د نړیوال قوانینو په بڼسټ دې حل کړي.
میرمن موگیریني وویل"کله چې څوک د خپلو جوړ شويو قوانیونو په اساس کار وکړي نو همکارۍ په شخړه بدلیږي، دا په ننۍ نړۍ کې د ټولو لپاره یو بد خبر دی. ورته خبره د اوبو په سر د شخړو په هکله هم صدق کوي. مونږ باید د اوبو د شخړو په سر نظم هم، د ملگرو ملتونو د سمندر د نړیوال قانون په گډون د نړیوالو قوانیونو په اساس را منځته کړو."
د چین له خوا د چین په جنوبي سمندرگي کې د ملکیت ادعا د سینگاپور د کلنۍ دفاعي غونډې کې په یوه مهمه موضوع بدله شوې ده. په دغه دفاعی غونډه کې چی د شنگریلا د ډیلاگ په نامه ېادېږي هر کال له ټولې نړۍ نه د دفاع وزیران او امنیتي چارواکي راټولیږي.