د لاس رسي وړ اتصالات

یوې چینایي پلټونکې وسیلې د سپوږمۍ نه تیږي او خاورې راټولې کړې


د "چانګ او ۵"په نامه چینایي فضایي پلټونکې وسیله
د "چانګ او ۵"په نامه چینایي فضایي پلټونکې وسیله

یوې چینایي پلټونکې وسیلې چې د سپوږمۍ څخه یې د تیږو او خاورو نمونې راټولې کړي، نن د دسمبر په شپږمه (لیندي ۱۶) بیرته له هغې فضایي بیړۍ سره ونښلېده چې د سپوږمۍ پر مدار څرخي.

دغه پرمختګ د "چانګ او ۵" د فضایي ماموریت یوه برخه ده چې د لومړي ځل لپاره په تیرو څلور لسیزو کې د سپوږمۍ د سطحې نمونې ځمکې ته انتقالوي.

"چانګ او" د چینایانو د سپوږمۍ د خدای افسانوي نوم دی چې پر دغه پلټونکې فضایي وسیلې باندې ایښول شوی دی.

د چین د سنهوا خبري اژانس د هغه هیواد د فضایي ادارې له خولې لیکلي، هغه کپسول چې د سپوږمۍ له سطحې څخه یې تیږې او خاوره راټوله کړې وه د پنجشنبې په ورځ له دغې کرې څخه والوتله او نن سهار د فضایي بیړۍ سره وصل شوه.

دا لومړی ځل دی چې چین دغه ډول یو ماموریت پیل او په بریالیتوب سره ترسره کوي.

چین هڅه کوي چې هغه لاسته راوړنې ترلاسه کړي چې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې څو لسیزې مخکې ترلاسه کړې وې او په همدې هدف یې په میلیاردونو ډالر د فضایي ماموریت پروګرامونو ته چې د هغه هیواد پوځ یې پرمخ بیایي ځانګړې کړي دي.

د چین فضایي ادارې ویلي چې دغې پلټونکې وسیلې د چین بیرغ هم د سپوږمۍ په سطح هسک کړی دی. پوهان هیله من دي چې د سپوږمۍ څخه ددغه راټول شويو موادو له مخې به وکړای شي چې د سپوږمۍ او ددې کرې پر سطح باندې د اورغورځونکو فعالیتونو په اړه زیات معلومات ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۶۰ لسیزه کې او پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۷۰ لسیزه کې دغه ډول بریالیتوبونه ترلاسه کړې وې.

XS
SM
MD
LG