د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا چین ته: د وحشي ژویو د خرڅلاو بازار وتړئ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي چې هیواد یې له چین غوښتي چې د وحشي ژویو د خرڅلاو بازارونه وتړي.

د رویترز آژانس د رپوټ له مخې مایک پمپیو، د وحشي حیواناتو د بازار او ددې حیواناتو څخه د ساري ناروغیو منشا ته په اشارې وویل چې امریکا له دغه هیواد غوښتي چې د وحشي ژویو د خرڅلاو بازار د تل لپاره وتړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې بیجینګ د کروناویروس د خپریدو په اړه په وخت سره نړۍ خبره نکړه او زیاته یې کړه چې: "هغوی د نړیوالې روغتیا قوانین تر پښو لاندې کړل او تر یوې میاشتې پورې یې د یو انسان نه بل انسان ته ددې ویروس د انتقال په اړه رپوټ ورنکړ، تر څو چې د چین په ټولو ولایتونو کې دغه ناروغي خپره شوه".

ښاغلي پمپیو زیاته کړه: "چین د ویروس نوې ازموینې درولې دي. همداشان موجودې نمونې یې له منځه وړي دي او هغه یې د نړۍ له هیوادونو سره نه دي شریکې کړي چې ددغې ناروغۍ د پرمختګ د مخنیوي چارې غیر ممکن شي".

له دې دمخه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د چین د کمونست ګوند د بهرني سیاست د مسوول سره په خبرو کې د کووید۱۹ په وړاندې د هغه هیواد د مقابلې د بشپړ شفافیت غوښتنه کړې وه.

همداشان اسوشیتدپرس اژانس اعلان کړی چې د هغو اسنادو له مخې چې ترلاسه کړي یې دي او د متخصصینو د اټکل له مخې څه دپاسه ۳۰۰۰ په چین کې د هغه هیواد د حکومت د تقریبا یوې اونۍ سکوت پر وخت په کروناویروس اخته شوي وو.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ هم د روغتیا د نړیوال سازمان باندې په انتقاد سره ویلي وو چې دغه سازمان د کروناویروس د خپریدو په اړه د چین اطلاعات ندي څیړلي او حتی چین ته د سفر کولو ممنوعیت یې هم اعلان نکړ.

له دې دمخه د بلومبرګ خبري اژانس په یو رپوټ کې ویلي وو چې د امریکا استخباراتي سازمانونو جمهور رئیس ټرمپ ته په محرم رپوټ کې ویلي چې چین د کروناویروس د اخته کسانو او د مړینو په هکله جعل کاري کړې او درواغ یې خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG