د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په ووهان ښار کې د کروناویروس خپریدل صفر شوي


چینایي مقاماتو ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره نن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) د چین په ووهان ښار کې د هیڅ نوې پیښې رپوټ ندی ورکړل شوی.

د کرونا ساري او وژونکی ویروس د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې لومړی د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خپور شو او اوس دغه ویروس د نړۍ ۱۶۶ هیوادونو ته پراخ شوی دی.

خو بیا هم چینایي مقاماتو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ ددې هیواد په نورو ښارونو کې د کروناویروس ۲۳۴ نوې پیښې ثبت شوی دي.

تر اوسه په چین کې شاوخوا ۸۱۲۰۰ تنه په کروناویروس اخته شوي دي او تر دې دمه پدې هیواد کې ۳۲۴۲ تنه پدې ویروس باندې د اخته کیدو له وجې مړه شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې تر اوسه شاوخوا ۲۰۸ زره کسان په ټوله نړۍ کې په کروناویروس اخته شوي دي چې له ډلې یې ۸۶۴۸ کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.

له چین وروسته ایټالیا ده چې د پنجشنبې تر ورځې په کې شاوخوا، ۸۶ زره تنه په کروناویروس اخته شوي او ۲۹۷۶ تنه مړه شوي دي. او له دغو دوو هیوادونو وروسته دریم هیواد ایران دی چې تر اوسه په کې ۱۸۴۰۷ تنه پدې ویروس اخته دي او ۱۲۸۴ تنه په کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG