د لاس رسي وړ اتصالات

څلور کسه په چین کې په اعدام محکوم شول


څلور کسه په چین کې په اعدام محکوم شول
څلور کسه په چین کې په اعدام محکوم شول

څلورکسان چې د چېن په سېنګیان ولاېت کې دېو لړ مرگانېو برېدونو په تور محاکمه شوي وو، په اعدام باندې محکوم شول.

د کاشغر او هوټان په ښارونو کې دولتي محکمو په دغو څلور کسانو باندې د ټرورزم، قتل او فساد په شمول څو تورونه ولګول . په عین حال کې دوه کسان په ١٩ کلونو حبس باندې محکوم شول. سږکال د جولاېې په ١٨ په هوټان کې د ېغورو ېوې ډلې دپولېسو ېو مامورېت ونېوه او څلو رکسان ېې ووژل او بېا دهمدغې مېاشتې په ٣٠ او ٣١ ېې په کاشغر کې حمله وکړه. چېني چارواکي واېې چې حمله کوونکو څو تنه لاروي په چاقوگانو ووهل او ېوه رستوران ته ېې اور واچوه.

د پولېسو په ځوابي ډزو کې په هوټان کې دشلو نه زېات خلک ووژل شول،چې ١۴ تنه حمله کوونکي هم په کې شامل دي. د چېن حکومت د دغومرگانېو حملو پړه او مسوولېت دهغو ېوغوري جنگېالو پرغاړه غورځوي چې د ترکستان داسلامي گوند غړي گڼل کېږي او په پاکستان کې ېې رزونه حاصله کړې ده. د سېنگیان خلک چې په اصل او نسب ترکي ژبي ېغور دي، د چېن د هان د ا کثرت قبېلې د واکمنئ پر ضد مبارزه کوي. وړم کال د سېنگیان په مرکز ارمچي کې د دواړو خواوو ترمنځ د خونړېو نښتو له امله ٢٠٠ کسان وژل شوي وو. د ېغورمسلمانان واېې چې د چېن حکومت ورسره د ډېر تعصب نه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG