د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: چینايي پانګوال په افغانستان کې د برېښنا په تولید پانګونه کوي


د افغانستان د ډبرو سکرو د یو کان کارګر
د افغانستان د ډبرو سکرو د یو کان کارګر

چینایي پانګوالو لیوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخخه د حرارتي برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي، یوه ډله چینایي پانګوال چې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لیوال دي، د شنبې په ورځ مۍ ۲۹ (غبرګولي ۸) د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د خبرپاڼې په حواله چینایي پاګوالو ویلي دي چې په خپلې ۴۰۰ میلیون ډالرو پانګونې سره به د ډبرو سکرو څخه شاوخوا ۳۰۰ میګاواټ برېښنا تولید کړي.

جمهور رئیس غني د پانګونې د اسانتیا ادارې ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د برېښنا شرکت سره په همکارۍ دغو چینایي پانګوالو ته د پانګونې د فرصت برابرولو په خاطر لازمې ارزونې وکړي.

افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څخه د برېښنا په واردولو تکیه لري او د برېښنا شرکت د شمېرو له مخې افغانستان اوسمهال شاوخوا ۱۶۰۰ میګواټ برېښنا ته اړتیا لري چې ۷۰ فیصده یې له اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایران څخه وردوي او ۳۰ فیصده نوره یې د داخلي منابعو څخه ترلاسه کیږي.

خو د افغانستان د حکومت مخالفین تل د وارداتي برېښنا ستنې چې زیاتې یې د هیواد د شمالي سرحدونو کې دي الوځوي او کابل او نورو ښارونو ته انتقالېدونکې برېښنا پرې کوي.

XS
SM
MD
LG