د لاس رسي وړ اتصالات

چین د ترهګرو په لیست کې د مسعود اظهر د نوم لیکل ځنډولي دي


چین د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د پاکستان د جیش محمد د وسلوالې ډلې د شاملولو طرحه ځنډولې ده.

امریکا، برېټانیا او فرانسه په تور لیست کې ددغې ډلې د مشر مسعود اظهر د نوم د لیکلو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته غوښتنلیک سپارلی دی.

په طرحه کې راغلي چې د اظهر پر وسلوالو د وسلو خرڅول ختم، د سفرونو مجوز ترې واخېستل شي او پانګه یې ګنګله شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کنګ د پنجشنې په ورځ [مارچ ۱۴] په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل چې په تور لیست کې د جیش محمد ډلې د مشر د شاملو لپاره "زیات وخت او اروزنې" ته اړتیا شته.

کنګ وویل "وخت ته اړتیا لرو ځکه نو د غوښتنلیک د ځنډولو وړاندیز مو وکړ."

چین په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې هم په تور لیست کې د اظهر د نوم له لیکلو ډډه کړې وه.

ځېنې هېوادونه ګمان کوي چې د جیش محمد ډلې کسانو پدې وروستیو کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر هندي ملیشو برید کړی دی.

د فبرورۍ په ۱۴مه د هند پر پوځي کاروان برید کې ۴۰ ملیشې ووژل شوې. دا په تېرو ۳۰ کلونو کې په کشمیر کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه چې د دواړو اټوم لرونکو هېوادونو ترمنځ یې تشدد زیات کړی دی.

هند د چین د ممانعت له امله خواشیني ښودلې ده. د امریکا متحده ایالتونه وایې چې د چین دا عمل د هغه مشترک هدف پر خلاف دی چې دواړه هېوادونه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره لري.

چین د ترهګرو په لیست کې د مسعود اظهر د نوم لیکل ځنډولي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

XS
SM
MD
LG