د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د دفاع وزیر له دندې لیرې شو


د چین حکومت سه شنبه اکټوبر ۲۴ (لړم ۲) د دفاع وزیر لي شانګفو پداسې حال کې له دندې لیرې کړ چې څه باندې دوه میاشتې کیدې هغه په عام محضر کې نه و راڅرګند شوی.

دا په تیرو څو میاشتو کې د کابینې دویم جګپوړی چارواکی دی چې له دندې لیرې کیږي او بیجنګ یې د لیرې کیدو د علت په هکله هیڅ هم ندي ویلي.

چین همدرانګه تر اوسه ندي ویلي چې د ښاغلي شانګفو پر ځای به څوک د دفاع نوی وزیر ټاکل کیږي.

لي شانګفو چې ۶۵ کاله عمر لري اوه میاشتې وړاندې دې تر ټولو جګپوړي نظامي مقام ته ټاکل شوی و. متحده ایالاتو په هغه بندیزونه لګولي و او په لیرې کیدو سره یې ښایي د بیجنګ او واشنګټن تر منځ په نظامي کچه د لوړې سطحې خبرې اتبرې پیل شي.

په چین کې مطبوعاتو ویلي چې د دفاع دا پخوانی وزیر د سه شنبې په ورځ د چین د پارلمان د جګپوړو غړیو په یوې غونډې کې له دندې لیرې شو.

په راپور کې ویل شوي چې د چین خلق ملي کانګرس د ایمي جرګه ګۍ د دفاع د مخکني وزیر د لیرې کیدو پریکړه کړې خو د لیرې کیدو علت یې ندی په ډاګه کړی.

چین د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر چین ګانګ چې یوازې ۷ میاشتې یې پدې مقام کې کار کړی و، پرته لدې چې د لیرې کیدو دلیل یې روښانه کړي، له دندې لیرې او پر ځای یې وانګ یي وټاکل شو.

چین یوازې دومره ویلي و چې ښاغلی ګانګ د څرګندو روغتیایي دلایلو له کبله کار ته ندی حاضر شوی خو د دندې څخه تر لیرې کیدو وروسته ښاغلی چین په عام محضر کې ندی لیدل شوی.

د چین د بهرنیو چارو پخوانی وزیر چین ګانګ چې ۵۷ کاله عمر لري، د جمهور رئیس شي جنپنګ پخوانی سلاکار او د امریکا لپاره ځانګړی استازی هم و.

هغه تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو خو په بیجنګ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د ملاقات څخه وروسته په عامه محضر کې ندی لیدل شوی.

اوسنی د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي چې ۶۹ کاله عمر لري، د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې د چین د بهرنیو چارو وزیر و.

په چین کې دا دوه جګپوړي چارواکي پداسې حال کې له دندو لیرې کیږي او د لیرې کیدو علت یې هم نه څرګندیږي چې ددې هیواد مشر شي جنپنګ څه کم یو کال کیږي چې د دریمې دورې لپاره د هیواد واکمن شو او د هغه د مشرتابه په هکله پوښتنې پیدا شوي.

په چین کې سیاسي نظام بې حده مبهم دی او د دې دوو جګپوړو چارواکو لیرې کیدو څخه داسې معلومیږي چې ښاغلی شي غواړي په هیواد کې خپل واک لا قوي کړي او ښایي د همدې دلیلونو له کبله یې دا دوه وزیران له دندو ګوښه کړي.

د دفاع وزیر چې د اګست میاشتې راهیسې په عامه توګه ندی څرګند شوی، په هکله یې داسې آوازې دي چې هغه تر تحقیقاتو لاندې دی ځکه دا شک پرې دی چې د ځینو تجهیزاتو د اخیستو او پراختیا په برخې کې یې فساد کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG