د لاس رسي وړ اتصالات

چین د پاکستاني سوداګر‏و میرمنې بندیانې کړې دي


چین دا مهال په پاکستان کې لویې پراختیایي پروژې تمویلوي.
چین دا مهال په پاکستان کې لویې پراختیایي پروژې تمویلوي.

د وچو او تازه میوو سوداگر چوهدري جاوید عطا یو کال دمخه د اخر ځل لپاره خپله مېرمن لیدلې وه. دغه پاکستاني سوداګر چې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره یې د چین په مسلمان مېشته سینگیانګ سیمه کې ژوند کاوه، د خپلې ویزې د تمدید لپاره پاکستان ته ولاړ.

عطا وایي، دی یوازې ندی او د ده په څېر څه دپاسه ۲۰۰ نور پاکستاني سوداګر دي چې مېرمني یې ترۍ تمې شوې دي او هغو ځایونو ته لیږل شوي چې چینایي چارواکي یې تعلیمي مرکزونه بولي.

چین، په سینګیانګ ایالت کې له مذهبي اقلیتونو سره د تبعیض او د هغوي د بشري حقونو په نه مراعاتولو تورن دی.

ځیني راپورونه د دغو کسانو شمېر تر یو میلیون پورې یادوي . چین تورن دی چې د دغه هېواد مسلمان وګړي یې نیولي او بیا یې د خپلې عقیدې څخه د اړولو په هدف روزي.

په ۲۰۱۴ کال کې په سینګیانګ او د چین په نورو سیمو کې د خونړیو بریدونو وروسته، چین د ایغور مسلمان تورن کړل او د ترهګرۍ سره د مبارزې د پیل کیدو په لړ کې یې پر هغوی فشار راوړی دی.

دغه پاکستاني سوداګر وایي، د چین چارواکو دې کمپونو ته د ښونځي نوم ورکوي، خو هغه زندانونه دي، نیول شوي کسان نشي کولای چې له هغه ځایه ووځي.

پاکستان ځان د نړۍ په کچه د اسلام مدافع بولي او تل د هغه څه په غبرګون کې چې اسلام او یا مسلمانانو ته پکي سپکاوی شوی وي، غږ پورته کوي او په لارو کوڅو کې راوځي.

خو ځینو سیاسي او اقتصادي عواملو چې په هغو کې د چین د پراخې پانګونې له لاسه ورکول هم شامل دي، هم پاکستان او هم د نړۍ نور مسلمانان د چین د دغو اقداماتو پر وړاندې چوپ ساتلي دي.

د اسلام اباد په وینا بیجنگ څه د پاسه ٧٥ میلیارد ډالره د پاکستان په اقتصادي دهلیز باندې لګولي دي.

بیجینګ بیا ادعا کوي چې ایغوریانو په وړاندې د کلک چلند هدف یې په سینګیانګ کې د دایمي سولي او ثبات رامنځته کول دي.

د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مشاهد حسین وایي، د چین او پاکستان د اړیکو عمده قواعد دا دي چې د یو بل په کورنیو مسایلو باندې له څه ویلو باید ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG