د لاس رسي وړ اتصالات

د شي جین پینګ د مشرۍ دوام به چین نور هم د استبداد لور ته بوزي - شنونکي


تمه کیږي د چین د کمونست ګوند کنګره چې نن یکشنبه اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) ددغه هېواد په پایتخت بیجینګ کې پیل شوه، د هغه هیواد ولسمشر شي جین پینګ د دریم ځل دپاره د یاد ګوند د رهبر په توګه د پنځو کلونو دپاره وټاکي.

شاوخوا ۲۳۰۰ استازي‌ په دغه کنګره کې د همدې دپاره راټول شوي. دوی همدارنګه د چین د واکمن کمونست ګوند مرکزي کمیټه او بیا د یاد ګوند سیاسي دفتر وټاکي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ نن یکشنبه په خپله وینا کې د پوځ د ګړندۍ پراختیا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حاکم کمونست ګوند به پر پوځ (مطلقه رهبري) وساتي.

هغه وویل: " د مهال ویش سره سم، د پوځ د پیړۍ د اهدافو ترلاسه کول او په نړیوالو ستندردونو د خلکو د پوځ د برابریدو د بهیر ګړندیتوب، له ټولو اړخونو د یو مډرن سوسیالستي هیواد رامنځ ته کول ستراتیژیک ضروریات دي.موږ باید په دې نوي عصر کې د ګوند د پوځ د پیاوړي کیدو اهداف عملي کړو."

یو شمیر کارپوهان اټکل کوي چې د نړۍ د دویم ستر اقتصاد او لوی نظامي ځواب د مشرۍ دپاره د شي جین پینګ دریم ځل انتخاب به چین نور هم د یو استبدادي هیواد په طرف یوسي. یو شمېر نور کارپوهان بیا وړاندوینه کوي چې له دې سره به د چین او امریکا ترمنځ سیالي زور واخلي.

د ویلسن څېړنیز مرکز تحلیلګر رابرټ ډالي وايي په چین کې ددغو کنګرو د جوړیدو عمومي هدف دادی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره لحن او د پالیسي مسیر تعین کړي. هغه له تیرو غونډو سره د روانې غونډې د توپیر په اړه وویل: "دا یو خاص کال دی ځکه تمرکز پر یو کس دی، شي جین پینګ، کوم چې وار له مخې یې د لسو کلونو لپاره د چین د کمونست ګوند د عمومي مشر په توګه پاتې شوی."

د چین د کمونست ګوند شلمه کنګره په داسې حال کې جوړیږي چې سپینې ماڼۍ څو ورځې مخکې د امریکا ملي امنیتي ستراتیژي اعلان کړه او چین په دې ستراتیژۍ کې د متحدو ایالتونو عمده رقیب بلل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار، جک سلیوان وویل: "چین د امریکا د تر ټولو مهمو جیوپولیټیکي ننګونو ښکارندويي کوي. په هند-آرام سمندر کې د چین سره رقابت د پام وړ دی، خو دا همدارنګه د نړۍ په کچه زیاتیږي."

خو سپینه ماڼۍ وایي چې واشنګټن د جګړې غوښتونکی ندی.

ښاغلی سلیوان زیاته کړه: " موږ د چين له خلق جمهوريت سره په سيالۍ کې يو، خو سيالي د چين له ولس سره نه، بلکې له هغو تګلارو سره ده چې د چين خلق جمهوريت یې تعقيبوي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت پخواني چارواکي تر پخوا ډیر استبدادي حکومت وړاندوینه کوي.

په چین کې د کنګرې له جوړیدو مخکې د حکومت د پالیسیو خلاف ډیر نادر لاریون ترسره شو. هغه شعارونه چې په بیجینګ کې د یو پله خواته ایښودل شوي وو‌ ډیر ژر لیرې کړای شول.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي وویل: "غواړو روښانه کړو چې د سوله ایزو مظاهرو په اساسي حقونو باور لرو او د نړۍ په هره برخه انسانان، دا مهمه نده چې هغوی چیرې ژوند کوي، مهمه نده چې د کوم حکومت تر حاکمیت لاندې ژوند کوي، باید د سوله ایزو مظاهرو حق ولري او د غچ اخیستلو او تاوتریخوالي له ویرې پرته یې غږ واوریدلی شي."

جان کربي امریکا غږ ته وویل، د بایډن حکومت به هغو ننګونو ته جدي پاملرنه کوي چې بیجینګ یې پاتې نړۍ ته متوجه کوي.

XS
SM
MD
LG