د لاس رسي وړ اتصالات

چین خپلې نوې وسلې او جنګي تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي


یوه پوځي بې پیلوټه الوتکه (ډرون) چې د جوړونکي په وینا یې تر ۱۵زره متره ارتفاع پورې الوتلای شي د چین د پوځي الوتکو او جنګي تجهیزاتو په ډله کې وه چې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې ۶) د هغه هیواد په ستره هوایي ننداره کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شول.

د چین فضایي پروګرام هم په پام کې لري چې په خپله دیارلسمه نړیواله فضایي او هوایي ننداره کې له یو راکټ پرده پورته کړي چې د چین د یوې دولتي ورځپاڼې د رپوټ له مخې سپوږمۍ ته د ۲۵ ټنه بار د لیږودولو توان لري. ټاکل شوی وه چې دغه ننداره د ۲۰۲۰ کال په پای کې ترسره شي خو د کروناویروس د وبا د خپریدو په وجه وځنډول شوه.

د چین واکمن کمونیست ګوند په میلیاردونو ډالر د جنګي جټ الوتکو، د رادار د سیستم نه د فرار تکنالوژۍ، د بې پیلوټه الوتکو او د چین وسله والو ځواکونو ته د نورو جنګي وسلو د تولید لپاره ځانګړي کړي دي. د چین د پوځي ځواک پیاوړتیا د چین په شاوخوا وچه او اوبو کې ددې هیواد د برلاسي کیدو د هڅې سره جوخت دي.

د چین د فضایي هوایي علومو اکاډمي ویلي چې د سي‌اچ-۶ بې پیلوټه الوتکې د رادار د خبرداري د سیستم، د هوا څخه ځمکې ته د توغیدونکو راکټونواو نورو مهماتو د لیږدولو وړتیا لري.

د چین د واکمن ګمونیست ګوند خپرونې ګلوبل ټایمز، ویلي چې د سي‌اچ-۶ بې پیلوټه الوتکو د تولید یو هدف په نورو هیوادونو باندې د هغې پلورل دي، خو داسې کومه اشاره نده شوې چې چین به په کوم هیواد بادې ددغو وسلو د خرڅولو هڅه کوي.

همداشان د چینا نیوز دولتي اژانس رپوټ ورکړی چې د چین د خلکو د ازادي بخښونکي پوځ په هوایي ننداره کې په پام کې دي چې د جي-۱۶ډي جنګي جت الوتکې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شي.

د چین د هوایي فضایي علومو اکاډمي په پام کې لري چې یوه کوچنۍ بې پیلوټه تهاجمي الوتکه نندارې ته وړاندې کړي. ویل شوي دغه الوتکه چې یوازې ۸۰۰ ګرامه وزن لري پوځیان کولای شي هغه د دښمن پع مرچلو باندې د برید لپاره د سترو بې پیلوټه الوتکو څخه وتوغوي.

XS
SM
MD
LG