د لاس رسي وړ اتصالات

چین فضايي مرکز ته درې ستورمزلي استوي  


د چین ستور مزلي
د چین ستور مزلي

چین په داسې حال کې درې فضانوردان خپل فضايي مرکز ته استوي چې په دې وروستیو کې یې د امریکا له متحدو ایالتونو سره په دې برخه کې رقابت جدي‌ او زیات شوی دی.

د چین د فضايي څېړنو ادارې ویلي دي چې ټاکل شوې د شینزو-۱۵ فضايي بېړۍ د سه شبنې په ورځ په ځايي وخت د جیوکوان له فضايي مرکز څخه وتوغول شي.

چینايي چارواکي‌ وايي د دغو دریو ستور مزلو سفر به شپږ میاشتې وخت ونیسي او د چین د فضايي «مرکز د جوړېدو وروستی پړاو» به بشپړ کړي. چین له شاوخوا یوې لسیزې راپدیخوا د فضايي مرکز د جوړولو کار پیل کړی دی. د دغې پروژې د وروستي پړاو چارې د روانې میاشتې په لومړیو کې پیل شوې او څو ستورمزلي په کې په کار بوخت دي.

تر دې مخکې په یو بل پرواز کې د چین یوه بله فضايي بېړۍ له ۱۳ ساعتونو سفر وروسته د دغه هېواد د تیانګونګ فضايي مرکز ته رسېدلې وه. د تیانګونګ فضايي مرکز ۶۶ ټنه وزن لري، مګر نړیوال فضايي مرکز‌ چې له ۱۹۹۸ کال راپدیخوا فعالیت کوي، ۴۶۵ ټنه وزن لري.

له امریکا او روسیې وروسته، چین درېیم هېواد دی چې په خپلو امکاناتو او لګښتونو باندې فضا ته ستورمزلي استوي.

د چین پوځ د دغه هېواد فضايي ماموریت مخې ته وړي او له همدې کبله امریکا د چین فضانوردان له نړیوال فضايي مرکز څخه محروم کړي دي.

د چین فضايي پروګرام ځینې نورې مسئلې هم پارولې وې. له هغه وروسته چې د چین د یوې لالهاندې فضايي بېړۍ ځينې پاتې شونې د هند په سمندر کې پریوتل، نړیوال فضايی مرکز په دې اړه چین د نړیوالو فضايي اصولو په نه مراعت کولو تورن کړ.

د چین فضايي توانمندي د امریکا د ملي دفاع په تګلارې کې هم څرګنده شوې ده او هغه یې امریکا ته له «عواقبو ډکه ننګونه» بللې ده.

XS
SM
MD
LG