د لاس رسي وړ اتصالات

چین یو ځل بیا افغانستان کې د پوځي مرکز د جوړولو خبره رد کړه


چین د جنورۍ په میاشت کې هم همداسې راپورونه بې اساسه بللي وو
چین د جنورۍ په میاشت کې هم همداسې راپورونه بې اساسه بللي وو

چینايي چارواکي وايي افغان ځواکونو ته د کوم روزنیز مرکز د جوړولو پلان نلري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هو چون ینګ هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګنې بیجینګ غواړي افغان سرحد ته نژدې په واخان کې پوځي روزنیز مرکز جوړ کړي او خپل ځواکونه هم ور واستوي.

ویاندې هو چون ینګ وویل "دا راپور حقیقت نلري. د پوځي مرکز د جوړولو او روزنې خبره درواغ ده."

نوموړې چې د چهارشنبې په ورځ (اګست۲۹) په خبري کنفرانس کې خبرې کولې، په دې اړه نور وضاحت ورنکړ خو په وار وار یې دا خبره تکرار کړه چې بیجینګ داسې کوم پلان نلري.

رویټرز وایي د هانګ کانګ ورځپاڼې د یو شمېر لوړپوړیو چینايي چارواکو له خولې دا خبر خپور کړی و. په راپور کې د چینایي چارواکو نومونه اخیستل شوي نه وو.

د همدغه کال د جنورۍ په میاشت کې هم په رسنیو کې همداسې یو خبر خپور شو، خو د چین د دفاع وزارت رد کړ. همدغه راز چین هغه راپورونه هم رد کړي وو چې ګنې د افغانستان په خاوره کې چینايي پوځي ګاډي لیدل شوي دي.

چین په افغانستان کې له نا امنۍ اندېښنه لري او ویره یې دا ده چې په چین کې بیلتونپاله اویغور مسلمانان ښايي هلته له اورپکو سره لاس یو کړي او چین ته ستونزې جوړې کړي.

په همدې حال کې د چین یو لوړپوړي پلاوي په کابل کې له افغان چارواکو سره د ترهګرۍ سره په مبارزې او نورو امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د چین د امنیتي چارو او ترهګرۍ سره د مبارزې مشر چینگ گوپنگ په مشرۍ پلاوي د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي سره لیدلي دي.

په خبرو کې د اعلامیې په اساس همدغه راز د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو د را روانې غونډې په اړه هم خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG